IQNA

د قرآن د تلاؤت هنر/3

د مصر له نورو قاریانو سره د شیخ رفعت د تلاؤت د توپير دلیل

7:51 - September 14, 2022
د خبر لمبر: 3486221
ایکنا-(تهران) شیخ رفعت د مصر د طلائي نسل یو قاری حسابیږي چې که څه هم د هغه ویاړمن تلاؤتونه پاتې دي ، خو نن سبا داسې ښکاري چې د قاریان د هغه د تلاؤتونو څخه کمه  استفاده کوي ،داسې تلاؤتونه چې د مصر له نورو قاریانو له تلاؤتونو سره خاص توپیرونه لري.

شیخ محمد محمود رفعت(1950-1882)  د مصر یو نامتو قاری دی . هغه د ؛امیر القراء ؛لقب لري، ځکه چې   دهغه سټایل او انداز له نورو قاریانو مختلف دی .

یو هغه مهم ټکی چې باید ورته توجه وشي،له نورو قاریانو سره د شیخ محمد محمود رفعت د تلاؤتونو د اندازتوپیر دی . د مصر له نورو استاذانو سره د شیخ رفعت  توپیر  دهغه د آواز او انداز په ډولوالي کې دی.ګواکې  نور قاریان معمولی آواز لری ، خو استاد رفعت یو په زړه پورې شعري آواز او انداز لري.

د استاد رفعت په آواز کې ځيني داسې سور او خوند موجود دی چې د مصر په بل هیڅ یوه قاری کې نه لیدل کیږی.که وغواړو ،دمصري استاذانو روتبه بندي ووینو ،نو باید ووایو چې شیخ رفعت  په لومړي لمبر دی او نور  له څلورم لمبره  وروسته راځي.

د شیخ رفعت تلاؤت  د ننګ په عین آسانۍ کې داسې دی چې هر هغه پیغام چې تاسو ئې فکر کوئ ،ورڅخه ترلاسه کیدلی شي او په دې کې هر ډ ول ښکلا لیدل کیږی.  د سوز اوننګ دغه اغیزشیندنه ، دشیخ رفعت په تلاؤتونو کې په عین آسانۍ کې ډير زیات اهمیّت لري.

 ددغې ادعا په پیل کې چې؛ شیخ رفعت د پيړۍ نابغه دی ؛ ممکنه ده څه خاص احساس نه شي او آوریدونکی وپوښتي چې مګر  په دې آواز کې څه دي؟البته  د مصر دقاریانو دتلاؤت له فضا سره هرڅومره بلدیږو،  اولازیات ئې آوروو، نو دې موضوع ته لازیات نزدې کیږو ، چې  شیخ رفعت نابغه دی او  د هغه دتلاؤتونو لازیات آوریدل  هم دغه ادعا تائيدوي .

یو موسیقي پوه  دشیخ رفعت د تلاؤتونو په باب وائي،دهغه تلاؤت،له نورو تلاؤتونو سره ډير فرق لري. ددې په شان چې  دغه قاري  له مخکې لیکلی  او له هغه  ئې لولي  اویوه خاصه تیوري لري  چې  د هغه  دتلاؤت په هرې برخې کې لیدل کیږي.

تر دې دمه هیڅوک نه دی توانیدلی  د شیخ رفعت په څير له ذهني پلوه،ساز او ننګ جوړ کړي،یعني موضوع د هغه د مرئ او د هغه د تلاؤت  دډول نه ده ،بلکې دهغه فکر اوذهنیّت مطرح دیاو هیڅوک نه دی توانیدلی تردې دمه په دغه شان سوئې وي.(دا خبره د ایران د قرآن کریم د نړیوال قاري، استاد،قاضي  احمد ابوالقاسمي له څرګندونو راخستل شوې ده )  

captcha