ایران

IQNA

بچوې
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې ا یران په درستو اقتصادي،پوځي او امنیتی حوزو کې له بشپړ جنګ سره لاس او ګریوان شوی ، ووئيل؛دښمن د سختو بندیزونو په لګولو، داقتصادي او لارو په تړلو او په ټولنې کې د درز او تفرقې د اچولو لپاره د ایران په تسلیمولو پسې دی، خو د ایران شجاع ملت په کلک مقاومت، یوزړتوب او انسجام سره دښمن ناامیده کړی دی .
د خبر لمبر: 3493220   خپرونې تاریخ : 2026/08/23

 ایکنا ـ د ترکیې د عدلیې وزیر د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر  بین یامین نتن یاهو د نیولو د حکم د صادرېدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3493216   خپرونې تاریخ : 2026/08/22

 د تهران بازار  امام خمینی جومات
ایکنا-  د اسلامی انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د تدفین د څلویښتۍ مراسم د تهران  د بازار په امام خمینی جومات کې د ایران د نړیوالو قاریانو په شتون سره ترسره شو.
د خبر لمبر: 3493214   خپرونې تاریخ : 2026/08/20

ایکنا- د مصر د خطي نسخو یوه کارپوه د قرآن کریم د لیکلو په کوفي خط کې د ښکلاوو د لا ښه درک لپاره، په تیره بیا د نابینایانو لپاره، یوه نوې قرآني طرحه او نوښت پنځولی دی.
د خبر لمبر: 3493211   خپرونې تاریخ : 2026/08/20

ایکنا- د پاکستان یوه دیني عالم او د دینی اوسیاسی چارو تکړه کارپوه د عربستان،ترکیې او پاکستان ترمینځ د مکې دفاعی تړون په باب روښانه کړه ،که دغه شان تړون د غزې د مظلومو بې څوکه خلکو د بوږنونکو حالاتود رابرسیره کیدا په وخت جوړ شوی وائ نو لازیات به ئې د اسلامی او انسانی اقدارو خدمت کړی وائ او باید دغه شان تړون  د تفرقې او درز لپاره نه ،بلکې د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو د حقوقو د احقاق لپاره وکارول شي.
د خبر لمبر: 3493203   خپرونې تاریخ : 2026/08/18

ایکنا- د ایران د اسلامی  جمهوریت  ولسمشر د ایران او پاکستان ترمینځ پر غوره  او ژوَرو اړیکو ټینګار وکړ او له پاکستان سره ئې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او امنیتي برخو کې د اړیکو د لا ژورَولو او د دواړو هېوادونو د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت  چمتووالی اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3493176   خپرونې تاریخ : 2026/08/12

ایکنا- داپه داسې حال کې ديچې تیر میاشت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومنی  په اسلام اباد کې کوربه ؤ.
د خبر لمبر: 3493169   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- زینب، یوه عراقي ماشومې نجلۍ چې په لیسې کې زده‌کړې کوي، په یوه د ستاینې وړ اقدام کې وتوانېدله چې د قرآن کریم ټول حفظ یوازې په ۴۳ شپو ورځو کې بشپړ کړي.
د خبر لمبر: 3493145   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

ایکنا- د کربلا معلی والي وئيلی دي،چې د امام حسین (ع) د اربعین په ولولناک پلی لاریون کې له ۲۲ میلیون  زیارتوالو ګډون کړی دی.
د خبر لمبر: 3493144   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

ایکنا- په کربلا معلی کې د حسینی اربعین میلیوني مراسم او د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د اربعین لمانځنه د امریکا د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس له  له پراخ انعکاس او پوښښ  سره مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3493143   خپرونې تاریخ : 2026/08/06

د ایران او عراق د قرآني فعالانو په ګډون
ایکنا- د حسيني اربعین د پیاده میلیوني لاریون سره هممهاله، د «  شهید امام د وینې غوښتنې کاروان» نومې غونډه د ایران او عراق د قرآني ټولنې د غړو او د نورو اسلامي هېوادونو د یو شمېر زائرانو په پراخ ګډون، د نجف – کربلا د  دمیلیوني ولولناک لاریو پر  لاره  ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3493137   خپرونې تاریخ : 2026/08/05

ایکنا-  د حسینی اربعین په رارسیدو سره  همههاله، د ایران عراق په پولې کې په شلمچې سرحدې کې  د مستضفینو د بنیاد موکب  شپه او ورځ  د حسینی اربعین د زیارتوالو  د خوراک څښاک، درملنې  او بانکي آسانتیاؤ   په وړاندې کولو سره  د نورو خادمانو ترڅنګ  د اباعبدالله الحسین علیه السلام  د مینه والو زیارتوالو  خدمت ته ټینګ ولاړ دي او په ورین تندي ئې هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3493135   خپرونې تاریخ : 2026/08/04

ایکنا- د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د فارس خلیج د څنډې عربي هېوادونه لا هم د ایران پر ضد د جنګ د دوام د څرنګوالي په اړه پځپلو کې سره له ژورو اختلافونو سره مخ دي.
د خبر لمبر: 3493129   خپرونې تاریخ : 2026/08/04

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت هم د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري.
د خبر لمبر: 3493122   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د هندوستان د آسام صوبې په یوه جومات کې د قرآن کریم یوه نادره خطي نسخه ساتل کېږي، چې لا هم د دیني او فرهنګي میراث مینه‌وال او لیدونکي ځان ته راجلبوي، ځکه دا د دې سیمې د بېلابېلو دینونو د پیروانو ترمینځ د اوږدمهاله ګډ او همغږي ژوند شاهد ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3493115   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د مصر د البحیره ولایت د اوقافو ادارې په ځانګړو مراسمو کې د قرآني ټيلوېژني سیالۍ «دولت  یا محفل تلاوت» د  قضاوت  د کمېټې له یو شمېر غړو څخه ستاینه او درناوی وکړ.
د خبر لمبر: 3493100   خپرونې تاریخ : 2026/07/29

ایکنا- د ایران، سعودي عربستان او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د ثبات لپاره د ګډو ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3493096   خپرونې تاریخ : 2026/07/29

ایکنا- واشنګټن ته د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له سفر سره په یووخت د فلسطین یوې ملاتړې ډلې د سپینې ماڼۍ مخ ته له اسرائیلو څخه د امریکا په ملاتړ باندې اعتراض کښې غونډه وکړه.
د خبر لمبر: 3493095   خپرونې تاریخ : 2026/07/29

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی او مونږ نه غواړو چې پاکستان کې نا امني وي، ځکه دغه چاره د افغانستان په زیان هم ده.
د خبر لمبر: 3493087   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

 په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند:
ایکنا- د افغانستان د   طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد  په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې ایران خپله دا مهال ستونزې لري، په سخت وخت کې ئې افغانان هیر نکړل او د دغه هېواد سیلاب ځپلو سره  مرستې وکړې.
د خبر لمبر: 3493081   خپرونې تاریخ : 2026/07/26