ایران - پاڼه 4

IQNA

بچوې
ایکنا- ډیری تحلیلي او څيړونکو خپرونو او  ارزونو څخه داسې معلومیږي چې زیاتره کارپوهان په دې اند دي چې ایران د وروستیو دوو جګړو په ترڅ کې د امریکا او اسرائیلي رژیم تر ټولو سخت او زیانمن اقدامات وزغمل، خو بیا هم په نتیجې کې له سټراټیژیک پلوه برلاسی پاتې شو او خپل  امریکائي اوا صهیونیسټي دښمنان ئې د اوربند او شاتګ منلو ته اړ کړل.
د خبر لمبر: 3492923   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د الازهر شيخ احمد الطيب د نوي هجري قمري کال په مناسبت په خپل پيغام کې له ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د اعتدال او مینځ لاریتوب  تګلاره دې خپله کړي او د استقامت، هوډ، ارادې، د حق پر لار د ټينګ پاتې کېدو او د اسلامي خاورو او وطنونو د حرمت ساتنې له ارزښتونو دې الهام واخلي.
د خبر لمبر: 3492922   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان له لورې د نهج‌البلاغې د يوې نفيسې او ګنجينه‌ ا ي نسخې د ليکلو د پروژې د پيل خبر ورکړل شوی، چې د اسلامي نړۍ په کچه د خپل ډول لومړنۍ پروژه بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492916   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا-  د پاکستان لومړي وزیر د ایران او امریکا ترمینځ د جنګ پای ته د رسېدو هوکړه  یوه تاریخي پېښه وبلله او د ایران د ستر رهبر حضرت آیت‌الله سید مجتبی خامنه‌اي او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان څخه د مننې ترڅنګ ئې ووئیل؛د هوکړې د لاسلیک مراسم به د پاکستان په کوربه‌توب سره د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492915   خپرونې تاریخ : 2026/06/15

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت  بهرنیو چارو وزارت مرستیال له  امریکا سره د شوي تفاهم په اړه وویل چې د دوشنبې د ورځې له سهار څخه دوه سمدستي بدلونونه رامینځته کېږي؛ لومړی  د لبنان پشمول په ټولو جبهوکې  د جګړې پای ته رسېدل او دویم د سمندري کلابندئ ختمېدل دي.
د خبر لمبر: 3492914   خپرونې تاریخ : 2026/06/15

ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي  غونډ قومندان په میدانونو او سړکونو کښې د اسلامي ایران د ولس  پياوړی شتون، د وسله والو ځواکونو مضبوطه اډاڼه وبلله او وې ویل: نړیوال به ډیر زر په دنیا کښې په تیري ګر او ترهګر دښمن باندې د مقاومت د غلبې او د ایران او ایراني د بریالیتوب انګازې واوري.
د خبر لمبر: 3492901   خپرونې تاریخ : 2026/06/13

ایکنا - د ایران ځواب هم چټک او مستقیم وي ؛ لکه په بحرین، کوېت او اردن کې ئې د امریکا پوځي اډې د توغندوي  او بې‌پیلوټه الوتکو په شیشت کې راوستې او ټارګټ ئې کړې . دغه تکراري لړۍ یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي: ولې ټرمپ، سره له دې چې څو ځله ئې د ناکامۍ تجروبه کړې، بیا هم د ایران پر وړاندې پوځي حل لارې ته مخه کوي؟
د خبر لمبر: 3492898   خپرونې تاریخ : 2026/06/12

ایکنا- د انډونیشیاوالو  ځوانانو په زړه پورې نوښت، چې د مقاومت د شهیدانو او د ایران د دفاعي لاسته راوړنو په انځورونو سینګار شويو ګاډو کاروان په په سمبولیک بڼه ترسره شو، په ټولنیزو رسنیو او عامه افکارو کې ئې پراخ انعکاس وموند.
د خبر لمبر: 3492896   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا- د اهل سنتو د دیني مدرسو د زده‌کوونکو او روحانیونو د قرآن کریم د سیالیو  دولسمه مرحله  د ښځو او نارینه‌وو لپاره د حفظ او قرائت په برخو کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492895   خپرونې تاریخ : 2026/06/11

ایکنا - د عراق په امامین عسکرین سپيڅلی حرم کې د قرآن کریم د انس یوه روحاني غونډه د Al-Abbas Holy Shrine د قاریانو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492887   خپرونې تاریخ : 2026/06/10

ایکنا – بالاخره د اسرائیلي رژیم او ایران ترمینځ د جنګ نوی پړاؤ ، چې د دغه رژیم له خوا پر لبنان د پرله‌پسې بریدونو په نتیجې کې رامینځته شوی، د یکشنبې په ورځ پیل پيل او پاي ته ورسید . که څه هم ددغه ډغره لنډمهاله وه، خو مهم پیغامونه ئې له ځان سره لرل.
د خبر لمبر: 3492882   خپرونې تاریخ : 2026/06/09

ایکنا-  په هغه  سیاسی سند کې چې جنجال ئې راپورته کړی دی، د انګلستان د مسلمانو افسرانو ټولنې د اسرائيلو جنایتکار رژيم یو ترهه ګر رژیم وباله.
د خبر لمبر: 3492880   خپرونې تاریخ : 2026/06/08

ایکنا –د یمن  د  وسلوالو ځواکونو ویندوي په تل ابیب باندې د توغندوي حملې په اعلانولو سره  ټينګار وکړ، چې  په سره سمندر کې  د صهیونیسټي رژيم لپار  د کشتیو  تګ راتګ په بشپړ ډول ممنوع شو.
د خبر لمبر: 3492879   خپرونې تاریخ : 2026/06/08

ایکنا- د اسلامي انقلاب  سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر  په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د نیواکي فلسطین  رامات ډیویډ هوايي  ډګر ئې د بالسټیک توغندیو  په شیشت کې راوستی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.
د خبر لمبر: 3492877   خپرونې تاریخ : 2026/06/08

ایکنا - د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرواترو د مینځګړیتوب د بهیر د دوام لپاره تهران ته راغلی دی نن غرمه د ایران د باندنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3492876   خپرونې تاریخ : 2026/06/07

ایکنا -  د ایران د اسلامی  جمهوریت  یوه نړیوال قاری  او تکړه قرآنی فعال محمد جواد پناهي  د احزاب سورې  د یوشمیر آیتونو تلاؤت  وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3492875   خپرونې تاریخ : 2026/06/07

ایکنا ـ  په افغانستان کې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ دفتر یوناما په زغره وئيلي دي، د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
د خبر لمبر: 3492871   خپرونې تاریخ : 2026/06/06

ایکنا- د شیعیانو یو ستر دینی مرجع  آیت الله العظمی  الفیاض  د پاکې جنازې دستورې  په کربلا  او کاظمین کې  کې له ترسره کیدا وروسته  په نجف اشرف کې  هم ترسره شوې او د هغه مړی  د حضرت امام علی علیه السلام د  حرم په خوا کې په  تل پاتې آرامګاه کې خاورو ته وسپارل شو.
د خبر لمبر: 3492870   خپرونې تاریخ : 2026/06/06

ایکنا=  د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه و زیر د لبنان ولسمشر ته په خطاب کې ووئيل؛ لبنان د خپل حقیقي دښمن له منګولو وژغوره، ښاغلیه ولسمشره!
د خبر لمبر: 3492868   خپرونې تاریخ : 2026/06/06

ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله  سید مجتبی حسینی خامنه اي د  حضرت امام خمیني  د ۳۷ تلین په مناسبت پخپل کې پیغام کې وفرمائيل؛ د دښمن له ترکیبی جنګ سره د مقابلې یوازینۍ لاره د وحدت،  مقاومت او د متقابل اعتمال ساتل دي.
د خبر لمبر: 3492867   خپرونې تاریخ : 2026/06/04