قاریان

IQNA

بچوې
ایکناد ۲۰۲۷ میلادي کال لپاره د دوبۍ د قرآن کریم د نړیوالې جایزې ۲۹ پړاؤ له بې‌سارې هرکلي سره مخ شوی؛له  ۱۳۵ هېوادونو د ګډون لپاره د غوښتن لیکونو شمېر ریکارډ ته رسېدلی دی.
د خبر لمبر: 3493221   خپرونې تاریخ : 2026/08/23

ایکنا۰ مصري قاري ډاکټر، صلاح الجمل، د مصر د دقهلیه ولایت د «آویش الحجر» له کلي څخه تر نړیوال شهرت پورې د خپل قرآني ژوند د سفر جزئیات بیان کړل.
د خبر لمبر: 3493219   خپرونې تاریخ : 2026/08/22

ایکنا- د مصر د خطي نسخو یوه کارپوه د قرآن کریم د لیکلو په کوفي خط کې د ښکلاوو د لا ښه درک لپاره، په تیره بیا د نابینایانو لپاره، یوه نوې قرآني طرحه او نوښت پنځولی دی.
د خبر لمبر: 3493211   خپرونې تاریخ : 2026/08/20

ایکنا- د الجزایر د قرآن د ملي اوونۍ د ۲۸ پړاؤ  لپاره د قرآن ملي مقدماتي سیالۍ د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په دغه هېواد کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493204   خپرونې تاریخ : 2026/08/19

ایکنا- د قرآن کریم د حفظ له مخې د نړیوال  تلاوت ورځ به د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۳۰مه، چې د روان کال د وږي له ۸مې سره سمون خوري، په مصر کې د الازهر اسلامي مرکز په نوښت ترسره شي.
د خبر لمبر: 3493200   خپرونې تاریخ : 2026/08/18

ایکنا- د فلسطین د اوقافو او دیني چارو وزارت د غزې تړانګې له بېلابېلو ولایتونو څخه د ګډونوالو په شتون کې د قرآن کریم د حفظ او تفسیر د «الاقصی» په نامې سره د پنځه‌ویشتمې سیالۍ د ترسره کېدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3493199   خپرونې تاریخ : 2026/08/18

ایکنا- د شهید رهبر، حضرت آیت‌الله العظمی امام  خامنه‌اي د تدفین د څلوېښتمې ورځې د لمانځنې او په مشهد مقدس کې د کرامت جومات د درناوي مراسم به د «محفل» ټیلیوېژني خپرونې د یو شمېر قرآني شخصیتونو او عواملـو په ګډون ترسره شي.
د خبر لمبر: 3493198   خپرونې تاریخ : 2026/08/18

ایکنا- د مصر د ملي رسنیو ادارې وئيلي دي، د «امام اعظم» په نوم به یوه نوې خپرونه د مصر د قرآن راډیو له څپو  خپرېږي. په دې خپرونه کې به د تېرو کابو  ۹۰ کلونو په مودې کې د الازهر د امامانو او شیخانو تاریخي ویناوې او خطبې وړاندې کېږي 
د خبر لمبر: 3493193   خپرونې تاریخ : 2026/08/17

ایکنا-  د سویډن په پلازمېنې ستاکهولم کې د جامع جومات په بهرني انګڼ کې یو ځل بیا د قرآن کریم د یوې نسخې سپکاوی وشو. دا له ۲۰۲۵ کال له دسمبر راهیسې دغه ډول دریمه پېښه ده.
د خبر لمبر: 3493192   خپرونې تاریخ : 2026/08/16

ایکنا- د ایران یوه نړیوال قاري حامد شاکرنژاد په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پیغام له لارې اعلان وکړ چې د قرآن کریم د ټول متن د سټوډیويي تلاوت یوه ستره پروژه یې بشپړه کړې ده.
د خبر لمبر: 3493190   خپرونې تاریخ : 2026/08/16

ایکنا- په مراکش کې د ملک محمد شپږم د نړیوالې جایزې د قرآن کریم د حفظ، ترتیل، تجوید او تفسیر د شلمې مرحلې  سیالۍ د پنجشنبې په ورځ، یعني د زمري په ۲۲ ، د مراکش په پلازمېنې رباط کې پای ته ورسېدې.
د خبر لمبر: 3493189   خپرونې تاریخ : 2026/08/16

ایکنا- د مصر په «قنا» ولایت کې د « محفل یا حکومت تلاوت» د استعداد موندنې د پروګرام د غوراوي سیالیو د دویمې ورځې په بهیر کې د ګډونوالو ترمنځ سخته سیالي وشوه. په دغو سیالیو کې «احمد وهبي» په نوم یو کم‌عمره قاري هم وځلېد او د سیالۍ په ترڅ کې ئې د قرآن کریم په زړه‌راښکونکي او خوږ غږ تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3493180   خپرونې تاریخ : 2026/08/13

ایکنا- د حضرت ابوالفضل العباس(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د قرآن کریم علمي ټولګې، د رسول اکرم(ص) د رحلت د کلیزې له رارسېدو سره هم‌مهاله، د دیوانیې په ولایت کې د دوو قرآني تمځایونو له لارې زائرانو ته قرآني خدمتونه پیل کړي دي.
د خبر لمبر: 3493177   خپرونې تاریخ : 2026/08/12

ایکنا- د حضرت امام علي(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د قرآن کریم دارالقرآن، د ګډونوالو د مهارتونو د لوړولو او د قرآني مقاماتو په اړه د هغوي د پوهې د زیاتولو په موخه، د ۱۲۰   تنکیو زلمیانو په ګډون یوه تخصصي سیالي ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3493174   خپرونې تاریخ : 2026/08/12

ایکنا- د الازهر د اسلامي څېړنو مجمع د «شبهې او ځوابونه» په  سرلیک سره د غونډو د لړۍ دریمه غونډه جوړه کړه او هغه ادعاوې ئې رد کړې چې ګواکې د قرآن کریم د ټولولو او لیکلو پر مهال د قرآن ځینې آیتونه له منځه تللي یا په هغه کې غیرمعتبر متنونه ورزیات شوي دي.
د خبر لمبر: 3493173   خپرونې تاریخ : 2026/08/12

 د مسلمانوعالمانو نړیواله اتحادیه!
ایکنا-  د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې مشر علی قره داغي ،د لوی عالم او مجاهد شیخ محمد سعید کعباش د مړینې  په مناسبت د الجزایر ولس او  اسلامی امت ته تسیلیّت ووایه.
د خبر لمبر: 3493172   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- محمود حسن اشرفي، د بنګله‌دېش یو ۱۸ کلن نابینا ځوان دی چې د سعودي عربستان د قرآن کریم د ۴۶  نړیوالې سیالۍ په وروستي پړاو کې په مکه مکرمه کې ګډون کوي.
د خبر لمبر: 3493170   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.
د خبر لمبر: 3493156   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

محمد کاظمي؛
ایکنا-  د قرآن کریم یو  تکړه او غوره استاد او قاري، په دې په ټينګار سره چې د حسینی اربعین د ستر میلیوني  پلي‌ لاریون پراخ ظرفیت باید یوازې د قرآن کریم د تلاوت د محفلونو  په جوړولو پورې محدود نه شي، وویل: قاریان باید د قرآن کریم د تفسیر، تدبّر او قرآني بنسټونو د پېژندنې پر مټ، د عاشورا پیغام نړیوالو مخاطبانو ته بیان کړي؛ ځکه نن سبا  نړۍ تر بل هر وخت ډېره د حق، عدالت او د ظلم پر وړاندې د مبارزې په دفاع کې د قرآن کریم د منطق اورېدو ته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3493152   خپرونې تاریخ : 2026/08/08

ایکنا- په قطر کې د  کتارا  فرهنګي بنسټ د یوې خبرتیا په خپرولو سره، د  کتارا جایزې  د قرآن کریم د تلاوت د نړیوالو ټيلیویژني سیالیو په لسم پړاو کې د ګډون لپاره د نوم‌لیکنې د فرصت تر څنګ، د دغو سیالیو نور جزئیات هم اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3493149   خپرونې تاریخ : 2026/08/08