ایکنانیوز له میډیانیوز د قوله راپور راکړ،د بحرین د قرآن کریم د نړیوالو سیایو په څلورم پړاؤ کې د مراکش یو قاري الیاس حجري چې له انټرنیټي لارې ترسره شوي ، د ؛حافظ قاري ؛ په عنوان سره ئې لومړی مقام ګټلی دی.
د سیالیو ددغه پړاؤ پایزې دستورې او د نتیجو اعلان ، د تیرې چارشنبې په ماښام ترسره شوې او د مراکش یوه بل قاری یاسین الکزیني هم په همدې برخې کې دوهمه مقام وګاټه.
دمراکش عبدالباش وراش او مصطفی زاهد هم په ترتیب سره د (دتجوید تلاؤت) و دترتیل په برخو کې په ترتیب سره دریم مقام وګاټه.
همداراز د بحرین محمد سمیر محمد مجاهد دتجوید تلاؤت په برخې کې او دیمن احمد محمد صالح احمد د وړوکی قاری په برخې کې لومړی مقام ګټلی دی .
ددغه پړاؤ نهاي مرحله د تیرې سه شنبې په ورځې په حضوري بڼه او د مقدماتي مرحلې دغوره کسانو په ګډون سره په بحرین کې ترسره شوه .
د بحرین د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په څلورم پړاؤ کې د نړۍ له ۷۴ هیوادونو څخه ۵۰۲۹ ښاغلو او آغلو پکې ګډون وکړ.
ددغو سیالیو په څلورم پړاؤ کې ټول ټال برخه اخستونکي ۲۶۲۲۹ کسانو ته رسیدلی دي.
د دغو سیایو دترسره کونکو په وینا، دغه سیالۍ د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو یو ترټولو غوره پړاؤ دی چې په انټرنیټي بڼه او د قرآن کریم د خدمت په موخې سره او د قرآن ک ریم تلاؤت د ټولو عمرونو مینه والو هڅولو په موخې سره ترسره کیږي.