ایکناد ۲۰۲۷ میلادي کال لپاره د دوبۍ د قرآن کریم د نړیوالې جایزې ۲۹ پړاؤ له بېسارې هرکلي سره مخ شوی؛له ۱۳۵ هېوادونو د ګډون لپاره د غوښتن لیکونو شمېر ریکارډ ته رسېدلی دی.
د خبر لمبر: 3493221 خپرونې تاریخ : 2026/08/23
ایکنا۰ مصري قاري ډاکټر، صلاح الجمل، د مصر د دقهلیه ولایت د «آویش الحجر» له کلي څخه تر نړیوال شهرت پورې د خپل قرآني ژوند د سفر جزئیات بیان کړل.
د خبر لمبر: 3493219 خپرونې تاریخ : 2026/08/22
ایکنا- د مصر د خطي نسخو یوه کارپوه د قرآن کریم د لیکلو په کوفي خط کې د ښکلاوو د لا ښه درک لپاره، په تیره بیا د نابینایانو لپاره، یوه نوې قرآني طرحه او نوښت پنځولی دی.
د خبر لمبر: 3493211 خپرونې تاریخ : 2026/08/20
ایکنا- د الجزایر د قرآن د ملي اوونۍ د ۲۸ پړاؤ لپاره د قرآن ملي مقدماتي سیالۍ د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په دغه هېواد کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493204 خپرونې تاریخ : 2026/08/19
د قرآن کریم د حفظ د ملي رهبرۍ کمیټه:
ایکنا- د قرآن کریم د حفظ د ملی رهبرۍ د کمیټې نشي محمدمهدي بحرالعلوم د تیر ۱۴۰۳ کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې د قرآن کریم د حفظ په برخې کې د ځینو ګرافونو د ۲.۷ برابرو څخه د زیاتې ودې خبر ورکړ او ویې ویل: د ۱۰ میلیونه حافظانو د روزنې هدف ټاکل، د ملي پېژندپاڼې د کوډ پر بنسټ د حافظانو د معلوماتو تنظیمول، او د قرآن کریم د حفظ د ملي سند د ۱۱۵ اقداماتو بیا تعریفول به په ۱۴۰۵ کال کې د دغې کمیټې مهم پروګرامونه وي.
د خبر لمبر: 3493202 خپرونې تاریخ : 2026/08/18
ایکنا- د قرآن کریم د حفظ له مخې د نړیوال تلاوت ورځ به د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۳۰مه، چې د روان کال د وږي له ۸مې سره سمون خوري، په مصر کې د الازهر اسلامي مرکز په نوښت ترسره شي.
د خبر لمبر: 3493200 خپرونې تاریخ : 2026/08/18
ایکنا- د فلسطین د اوقافو او دیني چارو وزارت د غزې تړانګې له بېلابېلو ولایتونو څخه د ګډونوالو په شتون کې د قرآن کریم د حفظ او تفسیر د «الاقصی» په نامې سره د پنځهویشتمې سیالۍ د ترسره کېدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3493199 خپرونې تاریخ : 2026/08/18
ایکنا- د شهید رهبر، حضرت آیتالله العظمی امام خامنهاي د تدفین د څلوېښتمې ورځې د لمانځنې او په مشهد مقدس کې د کرامت جومات د درناوي مراسم به د «محفل» ټیلیوېژني خپرونې د یو شمېر قرآني شخصیتونو او عواملـو په ګډون ترسره شي.
د خبر لمبر: 3493198 خپرونې تاریخ : 2026/08/18
ایکنا- د مصر د ملي رسنیو ادارې وئيلي دي، د «امام اعظم» په نوم به یوه نوې خپرونه د مصر د قرآن راډیو له څپو خپرېږي. په دې خپرونه کې به د تېرو کابو ۹۰ کلونو په مودې کې د الازهر د امامانو او شیخانو تاریخي ویناوې او خطبې وړاندې کېږي
د خبر لمبر: 3493193 خپرونې تاریخ : 2026/08/17
ایکنا- د سویډن په پلازمېنې ستاکهولم کې د جامع جومات په بهرني انګڼ کې یو ځل بیا د قرآن کریم د یوې نسخې سپکاوی وشو. دا له ۲۰۲۵ کال له دسمبر راهیسې دغه ډول دریمه پېښه ده.
د خبر لمبر: 3493192 خپرونې تاریخ : 2026/08/16
ایکنا- د ایران یوه نړیوال قاري حامد شاکرنژاد په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پیغام له لارې اعلان وکړ چې د قرآن کریم د ټول متن د سټوډیويي تلاوت یوه ستره پروژه یې بشپړه کړې ده.
د خبر لمبر: 3493190 خپرونې تاریخ : 2026/08/16
ایکنا- په مراکش کې د ملک محمد شپږم د نړیوالې جایزې د قرآن کریم د حفظ، ترتیل، تجوید او تفسیر د شلمې مرحلې سیالۍ د پنجشنبې په ورځ، یعني د زمري په ۲۲ ، د مراکش په پلازمېنې رباط کې پای ته ورسېدې.
د خبر لمبر: 3493189 خپرونې تاریخ : 2026/08/16
ایکنا- د مصر په «قنا» ولایت کې د « محفل یا حکومت تلاوت» د استعداد موندنې د پروګرام د غوراوي سیالیو د دویمې ورځې په بهیر کې د ګډونوالو ترمنځ سخته سیالي وشوه. په دغو سیالیو کې «احمد وهبي» په نوم یو کمعمره قاري هم وځلېد او د سیالۍ په ترڅ کې ئې د قرآن کریم په زړهراښکونکي او خوږ غږ تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3493180 خپرونې تاریخ : 2026/08/13
ایکنا- د حضرت ابوالفضل العباس(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د قرآن کریم علمي ټولګې، د رسول اکرم(ص) د رحلت د کلیزې له رارسېدو سره هممهاله، د دیوانیې په ولایت کې د دوو قرآني تمځایونو له لارې زائرانو ته قرآني خدمتونه پیل کړي دي.
د خبر لمبر: 3493177 خپرونې تاریخ : 2026/08/12
ایکنا- د حضرت امام علي(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د قرآن کریم دارالقرآن، د ګډونوالو د مهارتونو د لوړولو او د قرآني مقاماتو په اړه د هغوي د پوهې د زیاتولو په موخه، د ۱۲۰ تنکیو زلمیانو په ګډون یوه تخصصي سیالي ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3493174 خپرونې تاریخ : 2026/08/12
ایکنا- د الازهر د اسلامي څېړنو مجمع د «شبهې او ځوابونه» په سرلیک سره د غونډو د لړۍ دریمه غونډه جوړه کړه او هغه ادعاوې ئې رد کړې چې ګواکې د قرآن کریم د ټولولو او لیکلو پر مهال د قرآن ځینې آیتونه له منځه تللي یا په هغه کې غیرمعتبر متنونه ورزیات شوي دي.
د خبر لمبر: 3493173 خپرونې تاریخ : 2026/08/12
ایکنا- محمود حسن اشرفي، د بنګلهدېش یو ۱۸ کلن نابینا ځوان دی چې د سعودي عربستان د قرآن کریم د ۴۶ نړیوالې سیالۍ په وروستي پړاو کې په مکه مکرمه کې ګډون کوي.
د خبر لمبر: 3493170 خپرونې تاریخ : 2026/08/11
ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.
د خبر لمبر: 3493156 خپرونې تاریخ : 2026/08/09
محمد کاظمي؛
ایکنا- د قرآن کریم یو تکړه او غوره استاد او قاري، په دې په ټينګار سره چې د حسینی اربعین د ستر میلیوني پلي لاریون پراخ ظرفیت باید یوازې د قرآن کریم د تلاوت د محفلونو په جوړولو پورې محدود نه شي، وویل: قاریان باید د قرآن کریم د تفسیر، تدبّر او قرآني بنسټونو د پېژندنې پر مټ، د عاشورا پیغام نړیوالو مخاطبانو ته بیان کړي؛ ځکه نن سبا نړۍ تر بل هر وخت ډېره د حق، عدالت او د ظلم پر وړاندې د مبارزې په دفاع کې د قرآن کریم د منطق اورېدو ته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3493152 خپرونې تاریخ : 2026/08/08
ایکنا- په قطر کې د کتارا فرهنګي بنسټ د یوې خبرتیا په خپرولو سره، د کتارا جایزې د قرآن کریم د تلاوت د نړیوالو ټيلیویژني سیالیو په لسم پړاو کې د ګډون لپاره د نوملیکنې د فرصت تر څنګ، د دغو سیالیو نور جزئیات هم اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3493149 خپرونې تاریخ : 2026/08/08