IQNA

په پيښور کې د ؛ګوشه ایران؛ په نامې سره د نندارتون(انځوریز راپور)

14:37 - September 17, 2022
د خبر لمبر: 3486234
ایکنا-(تهران) د پاکستان ایران یوګډ نندارتون؛ګوشه ایران؛ په پيښور کې دایران دکلتوري خونې او ایډورډزکالج په ملګرتیا سره ترسره شو.

ایکناخبری آژانس دایران دکلتوری خونې له قوله راپور راکړ،د پاکستان په پيښور کې د ایران د کلتوري خونې او د پيښور د ؛ایډورډز کالج  په ګډو هڅو او زیار سره ددغه کالج په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  یو ثقافتي او سیاحتي نندارتون د ؛ ګوشه ایران؛ په نامې سره ترسره شو.

؛ګوشهایران؛نومې نندارتون کې تاریخي علمی ، ثقافتي ، ټوریزم  او په نورو موضوعګانو مشتمل  کتابونه، د دواړوهیوادونو د ټوریسټي ځایونو دمعرفۍ او د خوشطخئ نندارې  وړاندې شوي دي.

په پيښور کې د ایران د کلتوري خونې مسئول مدیر مهران سکندریان  په دغه نندارتون او سمینار کې د ایډورډ کالج د سټاف  او مشر د ملګرتیا په قدرونې سره د ؛ګوشه ایران؛ نومې نندارتون د ترسره کیدا په اړه دهغه مننه  او ستاینه وکړه  او وې وئيل ، دغه شان پروګرامونو ترسره کیدا د دواړو  وروڼو هیوادونو په تاریخی اوکلتوری مناسباتو کې پیاوړتیا او غښتلتیا رامینځةکوي  او ددواړو هیوادونو نوی نسل  له تاریخه خبروي  او په دې وسیله  په علمي ،ثقافتي  او نورو څانګو  کې  د ملګرتیا او غږملتیا فضا نوره هم پراخ او پياوړي کیږي .

په دې اړه یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

 

https://iqna.ir/ur/news/3512733/%D

captcha