iqna

IQNA

بچوې
اتحاد
ایکنا – په هند کې د جماعت اسلامی امیر  ټينګار کړی ،هغه اقدامات چې په دغه هیواد کې د  جوماتونو دړنګولو لپاره ترسره کیږي، د هغوی د اسلامی هویّت  ګواښونکي دي او باید ټول مسلمانان دې په خود کې شي.
د خبر لمبر: 3489078    خپرونې تاریخ : 2024/04/21

ایکنا- د بنګله دیش لومړۍ وزیرې  وړاندیز کړی چې د  D-۸  ډلې  غړي اسلامی هیوادونه دې د یورو په شان  مشترکه  اسعاري کرنسي رابرسیره کړي.
د خبر لمبر: 3488839    خپرونې تاریخ : 2024/03/07

ایکنا-د افغانستان د دینی چارو تکړه کارپوه حجةالاسلام  سید حسینی مزادري په دې اند دی چې دافغانستان د شیعه عالمانو له وژلو څخه د ترهه ګرو موخه د مذهبی اختلافاتو پراخول دي او طالبان باید ددغه هیواد داهل تشیّع دامنیت دتامینولو لپاره دترهه ګرو حملو له عاملانو سره پریکنده چلند وکړي.  
د خبر لمبر: 3488415    خپرونې تاریخ : 2023/12/13

ایکنا-(الجزایر) د الجزایر مسیحیانو او مسلمانانو دالجزیره ښار په یوې مشهورې کلیسا کې د ډيپلوماټیکو او دینی شخصیّتونو په شتون کې د فلسطین د غزې په ملاتړ کې د ګډې دعا  او لمنځ دستورې ترسره کړې.
د خبر لمبر: 3488372    خپرونې تاریخ : 2023/12/04

ایکنا-(منامه)د بحرین یولوی دینی او روحانی شخصیّت پر وحدت او یوووالی باندې  دټينګار لپاره د بحرین دشیعه او سني عالمانو له خوا د یوې واحدې اعلامیې د خپرولو  غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3488341    خپرونې تاریخ : 2023/11/28

د نیجریه دعالمانو د شورا مشر شیخ موسی تفاوا بلیوا ووئيل،  له حضرت امام خمیني مخکې، دنړۍ مسلمانان  ناامید وو،خو د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر په تعالیماتو سره ، مسلمانان پوهه شول چې اسلام د دوی یوازینۍ امید او غوره لاره ده .
د خبر لمبر: 3487418    خپرونې تاریخ : 2023/05/31

ایکنا-(تهران) د پاکستان یوه تکړه څيړاند او شناندي عبدالله ګل ووئيل، حضرت امام خمیني د خپلو لیدتوګو په سبب په نړۍکې پیژندل کیږي او هرچرته د هغه په باب خبرې کیږي او نن سبا اسلامی انقلاب د ایران په پولوکې کلابند شوی نه دی. 
د خبر لمبر: 3487403    خپرونې تاریخ : 2023/05/28

ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې باندې په ټینګار سره چي باید د حج د اصلي مفهوم په زمینه کې فرهنګ جوړونه وشي، وفرمایل: د حج غونډه باید د اسلام او داسلامی نړئ د ورځنې مسایلو په هکله پیغام ولري.
د خبر لمبر: 3487352    خپرونې تاریخ : 2023/05/17

ایکنا-(تهران) یوې نړیوالې سرچینې په یوې مقالې کې لیکلی دي،واشنګټن له دې وروسته باید هغې نوي جیوسټراټژیکې ارادې ته چې د ایران او عربستان موافقې په سیمې کې رامینځّةکړې ده ،د احترام په سترګه وویني،ځکه سیمه د تاؤتریخوالی دختمولو  او خپل مینځیو مشکلاتو د ختمولو په لور روانه ده او  له دې وروسته نوره  په سیمې کې  دخپلو بې پایه  ګوتوهنو لپاره  له دغه درز او نیمګړتیاؤ  استفاده نشي کولی.
د خبر لمبر: 3487347    خپرونې تاریخ : 2023/05/17

ایکنا-(تهران) د اسلامی  ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي سورئې ته د خپل سفر په دوهمه ورځ نن ددغه هیواد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بلادشام  له عالمانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3487285    خپرونې تاریخ : 2023/05/04

ایکنا-(تهران) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قرآن کریم سوځول د نه منلو وړ او یو نفرت خورونکی جنایت وباله.
د خبر لمبر: 3487140    خپرونې تاریخ : 2023/04/05

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  او عربستان خارجه وزیرانو په بیجینګ کې دموافقې له لاسلیک کیدا وروسته ددوهم ځل لپاره  په ټیلی فونی خبرو کې د روژې په مبارکه میاشت کې د دوه اړخیزه ګډې غونډې د ترسره کیدا په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .
د خبر لمبر: 3487096    خپرونې تاریخ : 2023/03/27

ایکنا-(تهران) متحده عربی  اماراتو په یوې اعلامیې کې ددې خبرې په کولو سره چې  د اسلام فوبیا یا له اسلامه دویرونې پروسې دوام به د مسلمانانو پر ژوند منفي اغیزې وشیندي،د  اسلام  یا د نورو دینونو په نسبت د تعصب او توکمپالنې د ختمولو او د ټولنو ترمینځ د متقابل  تفاهم د رامینځة کولو په خاطر  له دِغې موضوع سره د اړونده اورګانونو او پیلیټ فارمونو درامینځةکیدا او د دینو او کلتورونو ترمینځّ د رغنده خبرواترو پر پیاوړتیا  د کار کولو د دوام غوښته  کړې ده .
د خبر لمبر: 3487030    خپرونې تاریخ : 2023/03/13

ایکنا-(تهران)د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف چین د پاکستان مهم ګاونډی او د ایران او پاکستان دواړو د ډاډ وړ دوست وباله او زیاته یې کړه: مونږ د ایران او عربستان د موافقې او د بیجنګ د اسانوونکي رول هرکلی کوو.
د خبر لمبر: 3487025    خپرونې تاریخ : 2023/03/12

ایکنا-(تهران)د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی  منشي حمید شهریاري ددې خبرې په کولو سره چې دینی عالمان د وحدت د رامینځةکولو لپاره شرعي دنده لری ووئيل،د ارواښاد امام خمیني نظریه داسلامی هیوادونو ترمینخ او په داخل کې د اتحاد رامینځةکول وو.
د خبر لمبر: 3486990    خپرونې تاریخ : 2023/03/05

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه ايد اسلامی نظام  له یو شمیر مسئولانو،داسلامی هیوادونو له سفیرانو او استازو او دقرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې له ګډون کونکو میلمنو سره په کتنې کئې د فلسطین له مظلومانو په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت څرګند او جوتو دریځونو ته په اشارې سره ووئيل، اسلامی انظام هیچا ته تمه نه کوي او د فلسطین له ملته په ښکاره ملاتړ او دفاع سره ،په هرې طریقې سره چې وي،هماغه راز به دوي سره مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3486916    خپرونې تاریخ : 2023/02/18

ایکنا-(تهران)د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون مازدیګر دبیجینګ په ونګ سی تاریخي جومات کې په شتون سره ددغه ښار دمسلمانانو  او لمونځ  ګوزارو په ټول په شتون د خوښئ په ښودلو سره په چین کې د اسلام د څه دپاسه زر کلنې مخنیې  د شتون خبره وکړه او  وې وئيل، دوه زره کاله مخکې هم د وریښمو لارې  د ایران او چین  دوه ستر تمدنونه  له یوه بل سره   ګنډلي دي.
د خبر لمبر: 3486908    خپرونې تاریخ : 2023/02/16

ایکنا-(تهران)د افغانستان یو شمیر استاذانو او کلتوري شخصیّتونو  پخپلو څرګندونو کې ووئیل،که د شهید سردار قاسم سلیماني  هڅې  او مقاومت او مبارزه نه وائ نو پر سورئې او عراق سربیره   د افغانستان پشمول په نورو اسلامی هیوادونو به هم داعشیان مسلط شوي وو او د استکبار او استعمار پنجو به په دغو هیوادونو کې ریښې خورې کړې وې.
د خبر لمبر: 3486708    خپرونې تاریخ : 2023/01/05

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ووئیل، د ایران  اسلامي جمهوریت ډيپلوماټیکې اړیکې نه دي غوڅې کړی او دا عربستان و چې اړیکې یې غوڅې کړې او هر وخت چې سعودي عربستان طبیعي حالت ته د اړیکو د بیرته ستنیدا لپاره چمتو والی ولري ایران به یې هرکلی وکړي.
د خبر لمبر: 3486639    خپرونې تاریخ : 2022/12/22

ایکنا-(تهران)د چیچنیا  ولسمشر رمضان قدیروف په چیني ژبه په یوه پیغام کې د نړۍ درست مسلمانان د ناټو په مقابل کې  اتحاد او یووالی ته وبلل.
د خبر لمبر: 3486622    خپرونې تاریخ : 2022/12/19