IQNA

په اسلام اباد کې د فارسئ د څيړنیز مرکز د تاسیس کلیزه ولمانځل شوه

16:23 - February 21, 2022
د خبر لمبر: 3485445
تهران (ایکنا) – د ایران او پاکستان د فارسي ژبې دڅيړنیز مرکز د تاسیس د پنځوسمې کلیزې  د درنښت په مناسبت  په اسلام اباد کې د ایران د سفیر، سیاسی او کلتوري شخصیّتونو  او د فارسي ادب او ژبې  او د ایراني تمدن د مینه والو په شتون سره پرتمین سیمنار جوړ شو .

 ایکنا خبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،  د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره په یووخت ، د ایران او پاکستان د فارسي ژبې دڅيړنیز  او کلتوري مرکز د تاسیس د کلیزې دستورې نن    داسلام اباد د سټراټژيکو مطالعاتو د اکاډمۍ او د ایران د کلتوري خونې په همت سره ترسره شوې .

 په پاکستان کې د اسلامی ایران سفیر محمد علی حسیني  او د ایران  کلتوري سلایار احسان خزاعي ، د سټراټژيکو مطالعاتو د اکاډمۍ  عمومی مدیر  اعزاز احمد چوهدري ، د ایران د سفارت درسندوئي او عمومي چارو د ډيپلوماسۍ مسئول حمانه کریمي کیا  او دغه راز پوهنتوني ا ستاذانو او کلتوري او سیاسی شخصیّتونو په شتون سره دغه دستورې جوړې شوي  چې دپاکستان په رسنیو کې ئې هم ډیر انعکاس درلودلی دی .

  په ایران کې د پاکستان دپخوانیو سفیرانو په توګه ، میرمن رفعت مسعود ، آصف علی  خان دراني  او خالد محمود پشمول یو شمیر پخواني ډيپلوماټانو هم په دغو دستورو کې په ګډون  وکړ او په فارسي ژبه ئې ویناوې هم وکړې  او دغه راز د  دوو ګاونډیو او دوستو هیوادونو  دتعاملاتو دزیاتولو غوښته وکړه .

د وئيلو ده چې  د ایران او پاکستان  د فارسۍ څیړنیز مرکز د  دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمینځ  د یوې رسمي موافقې په اساس په ۱۳۵۰لمریز کال کې تاسیس شوی دی . ددغه مرکز له تاسیسه  اصلی هدف ، ددواړو هیوادونو ترمینځ د ژبني ، تعلیمي او کلتوري  ا ړیکو د لازیاتې پراختیا او پياوړتیا  ده  او  د متقابلې ملګرتیا  له لارې ، د کلتور او روزنې  په زمینې کې دغې موخې ته درسیدا لپاره  ددواړو هیوادونو هڅه ده .

  https://www.irna.ir/news/84657826/برگزاری-

captcha