ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن دهند سمدرګي د څنډې هیوادونود ټولنې (آیورا)د وزیرانو د شورا په دوویشتمې غونډې کې چې په ویډیوئي لینک سره او د بنګله دیش په کوربتوب سره ترسره شوه،پخپلې وینا کې په دغې ناستې کې په شتون دخوښۍ په ښودلو سره زیاته کړې ده،ددغې ټولنې په چوکاټ کې د ملګرتیا او فعالیت په څه دپاسه دوو لسیزو کې ،په اقتصادي ملګرتیاؤ کې د آیورا ټونلې بالقوه ظرفیّتونه رابرسیره شوي دي .
ډاکټر امیر عبداللهیان روښانه کړې،د ایران اسلامی جمهوریت د سیمه ایزو ملګرتیاؤ په ستر ظرفیّت ښه پوهه دی او کلک هوډ لري،د هند سمندرګي د څنډې له هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي .
د هند سمندرګي دڅنډې سیمه ایزو ملګرتیاؤ ټولنه (آیورا)یو هغه نړیوال اورګان دی چې په ۱۹۹۷کال کې د هند او مورشَیس په نوښت سره ئې کار پیل کړی دی . ددغې موسیسې تاسیس په مورشیَس هیواد کې چې ددغې ټولنې مرکز هم دی ، د۱۹۹۵کال په مارچ کې تصویب شوي او د ۱۹۹۷کال په مارچ کې ئې رسما کار پیل کړ .