ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د تنکیو حسینی ماشومانو میّندو د کربلا د ترټولو ماشوم او شیدې څښونکي شهید شهزاده علی اصغر په یاد کې خپل ماشومان عیدګاهو او نورو غونډه جوړیدونکو ځایونو ته حاضر کړل څو له شهزاده اصغرسره دپيوستون او دهغه په پاکې نامې سره د خپلو ماشومانو ژوند ته غوټه ورکړي او دا نړۍ ته وبریښوي چې په کربلا کې دشهزاده اصغر قربانۍ په یاد کې اوس هم د هغه مینه وال ماشومان حاضر دي څود اسلام دنیالګي د خړوبه کولو لپاره خپل ژوند قربانۍ ته وړاندې کړي .
راپورونه ښئ چې د ایران پشمول دنړۍ په کابو پنځوسو هیوادونو کې د تنکي حسیني ماشومانو دغه نړیواله ورځ په پرتم سره لمانځل شوې ده .
په ایران کې د تنکیو حسینی ماشومانو د نړیوالې ورځې دلماځل کیدا په مناسبت یو انځوریز راپور ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي.