IQNA

ایران له څلورو لسیزو راهسې دافغان کډوالو په ښه ډول کوربتوب کړی

14:26 - March 27, 2024
د خبر لمبر: 3488953
ایکنا- د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت ویندوي د ایران د اسلامی جمهوریت په وسیله د افغان مهاجرینو کوربتوب په ښې یاد کړی او وئيلي ئې دي مونږ د یوې بلې مودې لباره هم د خپل مسلمان ښه ګاونډي ددغه کوربتوب غوښتونکي یوو.

ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرینو او بیرته ستنیدونکو د چارو د وزارت ویندوي عبدالمطلب حقاني پرون په کابل کې ایرنا خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې ووئيل، ا فغانستان او دایران اسلامی جمهوریت پر نړیوالو اصولو او پر ښو ډيپلوماټیکو اړیکو سربیره ، ډیر دیني او کلتوري مشترکات هم لري ، پر دې اساس دغه دواړه مسلمان او ګاونډي هیوادونه دیوه بل په وړاندې حقوق هم لري.حقاني ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران په تیرو څلویښتو کلونو کې په ښه ډول د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربتوب کړی دی ، ووئيل؛ مونږ د ایران له اسلامی جمهوریته غواړو چې د یوې بلې مودې لپاره هم د افغان مهاجرینو شتون وزغمی او د دوي په وړاندې صبر او حوصله ولري ،څو خپل هیواد ته د دوي په عزت سره د بیرته ستنیدا زمنیه برابره شي. د افغانستان د مهاجرینو د چارو وزارت ویندوي ټينګار و کړ، یو ځل بیا د افغان مهاجرینو د ښه کوربتوب په وجه د ایران د اسلامی جمهوریت ډير منندوي او قدردان یوو.په تیر یوه کال کې څه دپاسه یو میلیون پنځه لکه افغان مهاجچر پخپله خوښه خپل هیواد افغانستان ته بیرته ستانه شوي دي.عبدالمطلب حقاني روښانه کړې ده ، تیر کال افغانستان ته په بیرته ستنو شوو افغان مهاجرینو کې له اسلامی ایرانه څه دپاسه اته لکه کډوال پخپله خوښه او څه دپاسه اوه لکه هم له پاکستانه په اجباري ډول بیرته ستانه شوي دي.د افغانستان د نیواک له امله او د جنګ جګړو او ناکراریو په وجه په څه دپاسه تیرو څلورو لسیزو کې په میلیونونو افغان ایران او پاکستان او دغه راز په لکونو نور هم لویدیځي هیوادونو کډه په سر شوي دي

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i148216

captcha