IQNA

د قرآڼ په نندارتون کې

چیني متفکر او دعلمیه حوزو دنړیوالې ټولنې غونډه

14:56 - March 25, 2024
د خبر لمبر: 3488941
ایکنا-د علمیه حوزو د نړیوالې ټولنې په سټال کې قرآنی ناسته د چین د سنټ کانسو کلتور پوهنځي مشر او د قرآني چارو متفکر  ماشیتو په شتون سره ترسره شوه.

ایکنا نیوز راپور راکوي، د چین د سنټ کانوس کلتور پوهنځي  مشر ماشیتو  په دغې ناستې کې پخپلې وینا کې  ووئيل، زما ترټولو زیات تحقیقات په تفسیرونو کې دي او د ډيرې مطالعې  په خاطر په عربی ژبې پوهیږم، البته  د شیعه تفسیرونو ته د نه لاس رسي په خاطر د اهل تسنن  له تفسیري سرچینو استفاده  کوو  او د اهل تشیَع  څخه ډير کم اطلاعات  لرو، له دې پلوه  د قرآن په نندارتون کې  ګډون د لازیات ارتباط لپاره  یو مناسب فرصت ګڼم او ایران ته مو سفر راکړی دی.

دغه څيړاند ټينګار کړی ، قرآن کریم  یو ځانګړی کتاب دی او تفسیر له قرآن سره د چین د  خلکو  د بلدتیا لپاره یوه ښه لاره ده .د اهل تسنن او اهل تشیَع  مذهب  هر دواړه د یوې ریښې میوه  دي او زه د شیعیانو لپاره د ډير زیات احترام قایل یم او ګروهمن یم چې  دمونږ د پوهنځي او د حوزې دنړیوالې ټولنې ترمینځ علمي اړیکې رامینځةشي.

https://iqna.ir/fa/news/4206871

captcha