IQNA

اسلامی ارزښتونه او د ځان کنټرولولو پیاوړتیا

7:30 - January 30, 2024
د خبر لمبر: 3488644
ایکنا-  قرآن کریم د  د ځينو باؤرونو په مطرح کولو سره د ځان کنټرولولو او د نفس د خیال د ساتلو په ضرورت ټينګار کړی دی، په هغو سپارښتونو کې د نورو  دعیبونو او ګمراهۍ د لټَولو په ځاي  د خپل ځان او کورنۍ پر چلند تمرکز کول او د خیال ساتل شامل دي.

د مومن نفس  دهغه د هدایت لاره ده ،داسې لاره چې هغه  خپلې نیکمرغۍ ته رسوي. په حقیقت کې  نفس  هماغه مخلوق دی  چې انسان د هغه له خوا او یا د هغه د م لاحظې په سبب محروم یا ژغورول کیږي. قرآن کریم د «عَلَیْکُمْ أَنْفُسَکُمْ» و «قُوا أَنْفُسَکُمْ» په شان په ځينو تعبیرونو سره د نفس د کنټرولولو او دهغه د خیال ساتلو په ضرورت ټينګار کړی دی.

قرآن کریم فرمائي ؛؛یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا عَلَیکمْ أَنْفُسَکمْ ْلا یضُرُّکمْ مَنْ ضَلَّ إِذَا اهْتَدَیتُمْ؛  ائ هغسې کسانو چې ایمان مو راوړی دی ،په ځان خیال وکړئ ،هرکله هدایت شوئ ،نو هغه څوک  چې ګمراه شوي دي،تاسو  تاوان نشي رسولی (مائده: 105). ددغه آیت په اساس ، مومنان باید خپل ځان جوړ کړي، او د نورو له ګمراهۍ ونه وریږي او ورڅخه اغیزمن نشي . پوهه د ې شی چې  دګمرهانو حساب کتاب د هغوي له پروردګار سره دی او حق حق دی ،که څه هم خلک ئې پریږدي او باطل باطل دي ،که څ ه هم  نور ورباندې منګولې ښخې کړي،

 که انسان د نورو په عیبونو پسې شي ، نو بیا خپلې تیروتنې نشي لیدلی . دغه آیت هم مومنان  له ځان هیرولو منع کوي،ځکه چې د نورو ګمراهي باید  د ځان کنټرولولو پیاوړتیا او هدایتیدا ترلاسه کول سست نه کړي.همداراز که انسان له دې مخکې چې خپل نفس اصلاح کړي ،نورو ته ګوته سمَوي،نو ممکنه ده چې د هغوي د فساد سبب شي، البته که د ځان خیال وساتي، نو د نورو ګمراهي به دهغه لپاره کوم تاوان ونه لری. هماغه شان چې په روایت کې راغلي د ي؛ ځان اصلاح کړئ او د نورو لړزانتیا  او نیمګړتیاوې مه لټَوئ؛ ځکه که تاسو پخپله صالح شئ ،نو  دخلکو ګمراهي تاسو تاوان نشي رسولی ؛

(تفسیر قمی، ج 1، ص 188).

دوهم تعبیر د ځان او دکورنۍ د کنټرولو او ساتلو امر دی . قرآن کریم فرمائي ؛ یا أَیهَا الَّذینَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَکمْ وَ أَهْلیکمْ ناراً وَقُودُهَا النَّاسُ وَ الْحِجارَةُ؛ ائ هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی ، ځان او  خپلې کورنۍ له هغه اوره چې سونګ ئې ، خلک او کاڼي دي ،وساتئ  (تحریم: 6).  

 دغه تعبیر   چې انسان په هغه اور کې ښکیلیږي ، چې  پخپله  دهغه خاس وخشاک  دی، یعني انسان ته  یوازې او یوازې د خپلو عملونو په وسیله ورته سزا او جزا ورکول کیږي او خداوندمتعال  یا بل عامل ه غه ته عذاب نه ورکويږ د قیامت په ورځ  انسان دی او دهغه عمل؛که  دهغه عملونه نیک وي ، نو د جنت په لور  بیول کیږي او که عملونه ئې خراب او پلیت وي ،نو  په عذاب کې ګیریږي. نو ځکه مومن بنده باید  ځان، د نفساني خواهشاتو او له ګناه کولو څخه د پيروۍ دخطرې په شان له خطرو وساتي ، که نه نو ،  خپل عملونه  به د هغه  لپاره د  جهم داور د لمبو د زیاتیدا سبب شي.

captcha