ایکنانیوز د پارس ټوډې له لارې راپور راکړ،د افغانستان په لوګر ولایت کې دغو لاريون کوونکو،د امریکا او اسرائیلو پر ضدشعارونه ورکول او نړۍ ئې په دې ملامتوله چې د فلسطین د خلکو ملاتړ نه کوي.
لاریون کوونکو ويل؛د نړۍ له زبرځواکو هېوادونو غواړو چې په غزې تړانګه کې د روان جنګ د بندولو لپاره دې هڅې وکړي.»
د لوګر مرستيال والي مولوي عنايت الله دغو لاریون کونکو ته پخپلې وینا کې شجاع فلسطنيانو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خلک ئې ترڅنګ ولاړ دي او له دوی سره خپله خواخوږي او همدردي څرګندوي.
د لاريون يو ګډونوال خليل الله توکلي هم وويل، که اسراییل خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو دوی چمتو دي چې له حماس ډلې سره یوځای او د اسراییلو پر وړاندې وجنګېږي.
دغه راز په یاد لاريون کې د اسراییلو بيرغ ته اور واچول او وسوځول شو .
یاده دې وی د افغانستان پر لوګر سربېره په کابل، ننګرهار، کنړ او پکتیا ولایتونو کې هم د فلسطین په ملاتړ او د اسرائيلو په ضد لاریونونه شوي وو.
د طالبانو سرپرست حکومت هم د غزې په تړانګه کې د اسرائیل بریدونه غندلي، د فلسطین له خلکو يې ملاتړ کړی او پر اسلامي هېوادونو یې غږ کړی چې د فلسطین قضيې ته دې جدي پام وکړي.