ایکنا د رهبرۍ د دفتر له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب ستر لارښود او د ایران د اسلامی جمهوریت د درستو قواؤ لوي قوماندان نن سهار د وسلوال ځواک د افسري پوهنتونونو د محصیلینو د فارغ التحصیلۍ په ګډو دستورو کې دغه ځواکونه ، د ملی امنیت، عزت، او هویّت کلا وبلل او د فلسطینیو ځوانانو په وروستۍ حماسې کې ئې دصهیونیسټي رژیم نه جبرانیدونکي ناکامۍ ته په اشارې سره ټينګار وکړ، د فلسطین د مظلوم ملت په حق کې ددغه جعلی او جنایتکار رژیم وحشي ډوله جنایتونو ،ددغه ویجاړونکي طوفام، ظلم او جنایت او تباهۍ درامینځةکونې عامل دی او دغه رژيم په غزې باندې په حملې او دعامو خلکو په وژلې کې په دروغو او مظلوم ښونې سره ، خپله دیو سیرته او بلا ډوله څيره نشي پټولی په وحشي توب او اوتو باؤتو سره د فلسطینیو ځوانانو شجاعت او هوښیارې پلانونې پر غیرو فلسطینیانو نشي ورتپلی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې صهوینسټي رژيم د تیرې شنبې ورخې راهسې یعني داکتوبر له اومې نیټې وروسته تیر صهیونیسټي رژيم نه دی ، وفرمائيل، ددغې لوي بلا عمال دصهونیسټانو خپل کړچار دی ،ځکه چې کله وحشي توب او درنده صفته کارونه له حده زیاتوئ ،نو بیا باید د طوفان په تمه ووسئ.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د نیواکګر رژيم شرارتونو او خباثتونو ته په اشارې سره ووئيل، په اوسمهاله اریخ کې هیڅ یو مسلمان ملت د بې رحمه او بې حیا صهیونیسټي رژيم په څير له دښمن سره مخ شوی نه دی او ددغه م ظلوم ملت په اندازه هیڅوک له کلابندۍ،دباؤنو اوکمښتونو سره مخ شوي نه دي، ددې په ترڅ کې چې امریکا او انګلستان ، ددغه جعلی رژيم په اندازه له بل هیڅ ظالم حکومت څخه ملاتړ نه دی کړی .
دوي همدرااز د فلسطینینو ماشومانو ،میرمنو سړیو او بوډاګانو وژله ، د الاقصی جومات بې حرمتي، دلمونځ ګوزارو و هل ټکول او د فلسطینیو خلکو له ژوند سره د وسلوالو ښارګوټو اوسیدونکو لوبو کول د صهیونیسټ وحشي رژيم نور جنایتونه وبلل او وې وئيل، آیا د فلسطین څورزره کلن تاریخ لرونکی او غیرتي ملت ددغو ټولو ظلمونو او جنایتونو په وړاندې له طوفان راوستلو پرته هم بله کومه چاره درلوده ؟
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي همد رااز د د مظلوم ښودلو او د نړۍ په عمومی افکارو کې ددې موضوع د القاء لپاره دنړۍ د استبکاري رسندویو مرستو لپاره د ددغه خبیث رژيم هڅې ته په اشارې سره وفرمائیل؛ دغه مظلوم ښودل په سلو کې سل فیصده دروغ او د حقیقت په اپوټه دي او هیڅوک ددغه دیوسیرته خپسکې څیره مظلومنه نشی ښودلی.