ایکنا د آناتولی له قوله راپور راکړ، د امریکائي اسلامی د اړیکو په شورا CAIR) )کې ددفاع او څیړنې غږملونکي عمار انصاري ووئيل،ددغې ادارې دنوي مدني حقوقو په راپور کې د لومړي ځل ل پاره په ټولو دوسیو کې کمی لیدل شوی دی او ۲۳فیصدي کمی ښئ.
انصاری آناتولی سره په خبرو کې ووئيل،سره له دې چې دغه پيښه ښه ځیری دی ،خو باید یاد ولرو چې که د ۱۹۹۵کال احصایو ته تر نن پورې یوه کتنه وړو ،نو تر دې دمه دستمبر د یولسمې نیټې له ترهه ګرو پيښو وروسته تر دې دمه له اسلامه د ویرونې دچلند په باب شکایتونه درې برابره زیات دي.
انصاری دغه راز ووئيل،د ایف بی آئي دراپورونو په اساس،چې هرکال خپریږي، د مسلمانانو په ضد په امریکاکې د نفرت اوکرکې له امله جنایتونه د ستمبر د یولسمې له پيښو سملاسي وروسته زیات شوي او هماغه راز په دغه هیواد کې په زیاتیدا دي.
هغه روښانه کړې ده، په متحده ایالاتو کې له اسلامه ویرونه سسټماټیک شوې ده و اوس په یوې داخلی او آوزاري ښکارندې بدله شوې ده . ځيني هغه مثالونه چې په هغو کې له اسلامه د ویرونې شاهدان یوو، د ستمبر د یولسمې نیټې له پيښو لږ وروسته د وطن پرستۍ قانون ، د اوباما د حکومت په وسیله د CVE پروګرام دی چې په خاص توګه ئې له اسلامه د ویرونې د ناسمو اخستونونو له لارې مسلمانان په نښه کړي دي.د ټرمپ د کرغیړن حکومت له خوا امریکا د مسلمانانو د ورتلو ممنوعیّت له اسلامه د سسټماټیک شوي ویرونې یو بل مثال دی.