ایکناخبری آژانس د پآرس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د ایران سفیر له دې مخکې په کال کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په دستورو کې هم وئیلی وو، له افغانستان سره د ایران داړیکو اهمیّت دتیر وخت په نسبت دوه برابره زیات شوی دی..
په افغانستان کې د ایران سفیر د ایران او افغانستان د دوو هیوادونو د صادراتو او وارداتو د آسانتیاؤ لپاره د یوه آزادتجارتي مرکز د تاسیس غوښته وکړه.
په افغانستان کې د ایران سفر حسن کاظمي قمي پرون د افغانستان د صنعت او معدن د چارو له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره به کتنې کې د پولو د دواړو لورو د اوسیندوکو لپاره دکارکسب د رامینځةکولو او دصادراتو اووارداتو په خاطر د دواړو هیوادونو په شل کلومیترۍ کې د یوه ګډ آزاد مرکز پر تاسیس ټینګار وکړ.
ددغه راپور په اساس دواړو لورو د ایران او افغانستان ترمینځ دصادراتو اووارداتو د اندازې دزیاتولو،په افغانستان کې په معدنونو کې د پانګونې، داړیکو دپراختیا، د ایران او افغانستان دکانونو په برخې کې د متخصصانو د تجروبو منتقلیدا او دوو اړخیزو اړیکو پراختیا په باب بحث او دنظر تبادله وکړه.
په افغانستان کې د ایران سفیر له دې مخکې په کال کې د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په دستورو کې هم وئیلی وو، له افغانستان سره د ایران داړیکو اهمیّت دتیر وخت په نسبت دوه برابره زیات شوی دی.. هغه ټينګار کړی، چې افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځاي لری او له ډير اهمیّته برخمن دی . کاظمي قمي روښانه کړې ده ، افغانستان دیوه ګاونډي مسلمان،دوست او ورور هیوادو په توګه د ایران داسلامی جمهوریت په بهرنی سیاست کې له ډیر اهمیّته برخمن دی، او ایران تیار دی،د امنیت او ثبات دټينګیدا او له ترهه ګرو ډلو ټپلو سره دمقابلې په خاطر د افغانستان له واکمنانو سره ملګرتیا وکړي.