ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا ولسمشر جوبایډن ته په خطاب کښې په دې خبرې سره چې ایران له هغه څه زیات طاقتور دی چې د امریکا د خوبولي ولسمشر جوبایډن په لاس وهونکو خبرو سره یې اراده لړزانده شي وویل
هغه نن اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې کښې په ایران کښې له بلواو وروسته د امریکا د ولسمشر جوبایدن لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل زه نه د امریکا د ولسمشر جوبایډن او نه د دغه هیواد په لاسوهنې حیرانتیا څرګندوم ځکه چې لاسوهنې ، تیري او وژلې د امریکا د نظام حقیقي ماهیت دی خو د ایران خلک په تاریخ کښې ژوره جرړه لري.
په ایران کښې د بلواو له پلیدا راهسې د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ځله په لاسوهونکو څرګندونو کښې په ایران کښې د بلواو ملاتړ وکړ.
د امریکا ولسمشر بایډن پرون وویل د مهسا امیني مړینې ته د ایران د خلکو د غبرګون په څرنګوالي باندې حیرانه شوی دی.
هغه دغه راز ادعا وکړه دغو مظاهرو داسی شی راویښ کړی دی چې تر ډیرې اوږدې مودې پورې به غلی نشي.
امریکا له انګلستان سره یوځاې په ټوله دنیا کښې د هیوادونو په چارو کښې لاسوهنې کوي او دغه راز د داعش، القاعده او د نورو وهابي ترهګرو ډلو په شان ډلې د سعودي عربستان د بحرین او د نورو عربو هیوادونو په مالي مرستې سره جوړوي.