IQNA

امام خمینی 40 کاله مخکي د لبنان و سورئې په باب یوه تاریخي فیصله وکړه

7:32 - August 20, 2022
د خبر لمبر: 3486120
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله د ؛جنتا ؛ جهادی اوټوریزم د مرکز د جوړیدا په دستورو کې ووئيل،حضرت امام خمینی په ۱۹۸۲کال کې سورئې ته د ځواک په لیږد سره د صهیونییستي تیریګر رژية له یرغل سره د مقابلې لپاره یوه لویه تاریخي فیصله وکړه.

ایکناخبري آژانس راپور راکړ،د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي  سید حسن نصر ا... د ؛جنتا ؛ جهادی اوټوریزم د مرکز د جوړیدا په دستورو کې د نیواکي فلسطین او لبنان ترمینځ د سمندری پولو او ددغې سیمې ګیسو د زیرمو د موضوع  اود ایران د اسلامی جمهوریت ایټمی موافقې د دوو موضوعګانو په باب  ووئیل،که د ایران  او ۴+۱ډلې ترمینځ  ایټمی موافقه بیرته لاسلیک شي او که نه،د لبنان د ګیسو او تیلو او د کاریش او سمندري پولو موضوع د ایران له ایټمي موافقې سره هیڅ ارتباط نه لري.

 د  لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومي منشي په لبنان کې د ۱۹۸۲کال شرائطو ته په اشارې سره  روښانه کړې،په ۱۹۸۲کال کې د اسرائیلو په یرغل پسې دا مضبوط احتمال ؤ چې  دغه یرغل د لبنان پر درستو سیمو وشي  او دمشق کلابند شي. په دغو شپو ورځو کې  حضرت امام خمینی  یوه تاریخي فیصله وکړه او سورئې ته ئې ځواک ولیږدوۀ. 

حسن نصر الله زیاته کړې ده،حضرت امام خمیني  فیصله وکړه چې لبنان او سوریه پخپل حال پرې نه ښودل شي او د لبنانیانو ترڅنګ ئې د جنګ کولو لپاره ځواک ولیږ او د صهیونیسټان یرغل ئې ودروۀ.

 سید حسن نصر الله د لبنان د حکومت د جوړیدا دبهیر په باب هم  په لبنان کې د حکومت دجوړولو لپاره د هلوځلو د دوام په ضرورت ټینګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4079225/امام-خمینی

captcha