ایکناخبری أژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ۱۳۳۲ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۸ په ایران کې د ظالم شاهي نظام یو شمېر ځواکونو د امریکې او انګلیس په ملګرتیا د محمد مصدق د قانوني دولت په ړنګولو سره، محمدرضا پهلوی یې د باچاهی پر تخت کښېنول.
دغه امریکایي – انګلیسي کودتا چي د اسلامي انقلاب نه مخکې تر سره شوه او د امله یې د ایران قانوني حکومت نسکور شو، د هیواد په سیاسي تاریخ کې د یو حساس پړاو یادونه کوي.
دغه کودتا له هغه وروسته وشوه چي په ایران کې د تېلو د صنعت د ملي کولو غورځنګ بریالی شو او نړیواله محکمه د انګلیس او ایران تر مینځ د تیلو د قردادونو په مساله کې د ایران په ګټه فیصله وکړه، دې کار سره د ایران تېل د انګلیس له منګولو ووتی، په نتیجه کې امریکایان او انګرېزان په ګډه دسیسه کې د مصدق قانوني حکومت یې ړنګ کړ او د ایران د تېلو د چور او تالان په موخه یې رضا شاه پهلوي یې د باچاهی پر تخت کښېنول.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i119894