ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د ذی الحجې اتلسمه نیټه ،چې د جولائي هم اتلسمه نیټه کیږي ،دغدیرخم چې د مسلمانانو یو لوي او نیکمرغه اختر دی برابره ده .
غدیر خُم د مکې او مدینې ترمینځ د یوې سیمې نامه ده چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په حجةالوداع کې حضرت امام علی علیه السلام له ځانه وروسته ولری ، جانشیّن او د نړۍ دمسلمانانو لومړي امام اعلان کړ .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي،پخپلو خطبو کېنن ووئيل وغدیرد اسلام د جامعیّت او د اسلامی ټولنې د لارې د نقشې یوه نښه ده او د اسلامی ټولنې لپاره ئې د راتلونکي زمانې لپاره یوتفکر په ایجنډا کې راوست .
کاظم صدیقي زیاته کړې ،تقوا د دنیا او آخرت پشتوانه ده او په قرآن کریم کې راغلی دي،هرڅوک د خداي د حریم خیال وساتي،خداي تعالی پر هغه بند لارې پرانیزي .
دتهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د اسلامی حجاب او ستر ساتل دا یران ددرست ملت غوښته وبلله او وې وئيل،ستر او حجاب،د میرمنو لپاره کرامت،شرافت او ارزښت دی،د میرمنو حجاب،د روحانیّت د لباس په څیردی او پخپله ددین تبلیغ دی،نو ځکه حجاب او ستر هیڅکله هم انزوا نه دی.