ایکنا خبري آژانس د عربی ۲۱له قوله راپور راکړ ،د الازهرمسئولانو له ستر او حجاب څخه د مسلمانو زده کونکو د منع کولو او ګواښلو او له ښونځیو د مسلمانو زده کونکو د ویستلو په باب د ا سپانیان کې د یوې ښونځي فیصله محکومه کړې ده .
دالازهر پوهنتون له خوا په یوې اعلامیې کې ددې خبرې په کولو سره چې د اسپانیائي ښونځیي د اقدام نتیجې تعقیبوي ، تائيد کړې ، دغه شان شان فیصله د ټولنیز پیوستون او ګډ ژوند لپاره خطرناکه ده او یو ډول توکمیز توپیر شمیرل کیږي . په دغې اعلاميې کې وئيل شوي دي ، دهغه څه په اساس ، چې د اسپانیا په Periodico CLM ورځپانې کې خپره شوې ده ، یو شمیر ښاریزو له ښونځي سره نزدې له مسلمانو زده کونکو سره د پيوستون داعلانولو په خاطر غونډه وکړه او د مسلمانانو په ضد دتوپير په خلاف ئې شعارونه ورکړل او پلې کارډونه ئې اوچت کړل او دښونځيي اقدام ئې په کلکه محکوم کړ.
دوي شعارونه ورکول چې حجاب ، عقل نه ،ویښتان پټوي ، خو دغه اعتراضونه ونه توانیدل ،ښونځی له خپلې فیصلې شاتګ ته اړباسي .
له ښونځي د ویستل شوي زده کونکي مور د ښونځي په فیصلې د خپګان په څرګندولو سره ووئيل ، چې د هغه بچی له حجاب اوسکارف سره دلچسپي لري او ورڅخه دحجاب لیریکول به دهغه لپاره منفي نفسیاتي آثار ولري .