IQNA

د مقاومت د بې وسلې کولو هڅې بې ګټې دې / د یوځای کیدو له طرحې سره مقابله د عبدالله شلح په څیر شخصیت ته اړتیا لري

23:54 - June 17, 2020
د خبر لمبر: 3483263
تهران (ایکنا) - سید حسن نصر الله نن د سیمې د حالاتو په اړه وینا کښې، دې بیان ته په اشارې سره چې د ځینو سیاسي ګوندونو د مقاومت بې وسلې کولو لپاره هڅې بې ګټي دی، وویل: د ځینو اعتراض کوونکو د حزب الله بې وسلې کولو غوښتنه غلطي ده.

د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله نن د سیمې د حالاتو په اړه وینا وکړه.
نصر الله په پيل کښې د فلسطین د اسلامي جهاد قوماندان رمضان عبدالله شلح مړینې ته په اشارې سره وویل هغه یو حکیم قوماندان و.
په لبنان کښې مظاهرې او ناکرارۍ رامینځته شوې چې له امله یې لسګونه کسان ژوبل شول. سید حسن نصر الله دغه ناکرارۍ د امریکې یوه داسې دسیسه ګڼي چې د لبنان د کورنیو بهیرونو په لاس اجرا کیږي. د امریکې دغه دسیسه په څو برخو کښې ترسره کیږي.
وړومبی ټکی دا چې د لبنان د ملي پيسو (لیره) د ارزښت کمیدل په دغه هیواد کښې د وروستیو مظاهرو د پیلیدو لامل دی. سید حسن نصر الله باوري دی چې امریکا د بهرنیو اسعارو په ګرانیدو او د لبنان د ملي کرنسۍ د ارزښت په کمیدو کښې اصلي رول لوبوي.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي وویل: د امریکې حکومت لبنان ته د ډالر ته رارسیدو مخه نیسي او په مرکزي بانک باندې په دې پلمه دباؤ راوړي چې ډالر له لبنان څخه راغونډیږي او سوریې ته استول کیږي. دا هغه موضوع ده چې د لبنان د مرکزي بانک مشر ریاض سلامه چې د مارچ د څوارلسمې په بهیر پورې اړوند او د امریکې تر ملاتړ لاندې دی، هم په تیر اپریل کښې پرې داده شوی دی.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي هم پرون په خپله وینا کښې په ضمني توګه ریاض سلامه د اسعارو د کړکیچ لامل وباله او ویې ویل چې د لبنان د بهرنیو اسعارو په بازار کښې وروستۍ لوړې ژورې او ګډوډې د لبنان خلاف د امریکې د حکومت دسیسه ده. هغه زیاته کړه: باید د مرکزي بانک له مشر ریاض سلامه څخه پوښتنه وشي چې پيسې چرته تلې دي او څنګه وتلې دي.
دویم ټکی دا چې په بیروت کښې د امریکې سفارت د اعتراضونو په جوړیدو کښې مهم رول لري او هغه د فرقه ایزو او د حزب الله خلاف شعارونو په لور ټیل وهي. د امریکې اصلي موخه د لبنان د حزب الله د بې وسلې کولو خوب دی. په دې بنیاد، د لبنان په مظاهرو کښې د حزب الله د بې وسلې کولو په هکله یولړ شعارونه ورکول کیږي. به حقیقت کښې دغه شعار او هدف یې د پیړۍ د معاملې نه لیکل شوې برخه ده ځکه چې په دې توکمپالې طرحې کښې د فلسطین د مقاومتي ډلو په بې وسلې کولو ټینګار شوی دی خو پټه موخه یې یوازې د فلسطیني ډلو په بې وسلې کولو نه ختمیږي بلکې د لبنان د حزب الله په شمول په لویدیځه آسیا کښې د مقاومت د ټولو ډلو بې وسلې کول غواړي. دا چاره ښودنه کوي چې د لبنان مظاهرې د صهیونیسټي رژيم په ګټه دي او د ناکراریو ملاتړي داخلي بهیرونه په عملي توګه د امریکې په میدان کښې او د اسرائیلو د ګټو په لړ کښې ګام پورته کوي. سید حسن نصر الله په دې هکله وویل: د مقاومت وسله د لبنان د مقاومت د چاپیریال لپاره د سټراټیجک کلتور او باور یوه برخه ده او له دې ډیره مضبوطه جرړه لري چې ځیني یې مطرح کړي.
دریم ټکی دا دی چې لبناني معترضانو د حزب الله خلاف پروپاګنډو ته مخه کړې ده او د حزب الله مشر باوري دی چې دغه پروپاګنډې هم په بیروت کښې د امریکې د سفارت لخوا پلانیږي. په دغو پروپاګنډو کښې یوه د حسان دیاب د کابینې د استعفا لپاره د حزب الله غوښتنه ده. سید حسن نصر الله په دې لړ کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې (دوي مخکښې ویل چې دا حکومت، د حزب الله حکومت دی)، ټینګار وکړ: د لبنان مصلحت په دې کښې دی چې د حسّان دیاب په وزیراعظمۍ دا حکومت دوام ولري او تر خپله وسه د مثبتو بدلونونو لپاره هلې ځلې او کوششونه وکړي.

3905366

captcha