IQNA

آدلاید کې د امام زمانه عج د امامت شورو کېدو جشن + انځور

14:43 - December 11, 2016
د خبر لمبر: 3480309
نړیواله ډله: د دوولسم امام، امام زمانه د امامت شورو کېدو ورځې جشن تېره شپه په ۱۹ آذر باندې د اسټرالیا په آدلاید ښار کې پیل شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له اسټرالیا نه، د آدلاید ښار جعفریه موسسې له اړخه دا مراسم پیل شو او دا مراسم د پاریش سالون کې د امام زمانه د ولایت او امامت سره عشق لرونکو په شتون کې پیل شو.

په دې مراسمو کې حجت الاسلام المسلمین ادریس حسن چې له عالمانو نه دي د امام مهدې حکومت په نوم باندې تقریر وکړو.

ادامه کې د اهلبیت علیهم السلام په مدح کې څو کسانو نعتونه او منقبتونه وړاندې کړل او د پاکستان د بلوچستان ولایتی غونډې غړې سید محمد آغا رضا هم د خوشالۍ په دغه محفل کې تقریر وکړو.

هغوي د امام مهدی عج د را تللو لپاره لاره هوارولو او د ځوانانو وظیفه باندې تاکید وکړو.

آدلاید کې د امام زمانه عج د امامت شورو کېدو جشن + انځور

د بلوچستان ولایتی غونډې غړې سید محمد آغا رضا

آدلاید کې د امام زمانه عج د امامت شورو کېدو جشن + انځور

حجت‌الاسلام ادریس حسن

http://iqna.ir/fa/news/3552431


captcha