قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «WAV3» خبرونو بنسټ نه په نقل، داسې وخت کې چې د افراطی ډلو اقدامات ړومبنی خبرونه وې، د مسلمانانو او مسیحی لارښودو ترمنځه یوه غونډه کې سره را جمع شو چې هغه ستونزو سره چې سیاسی جړې لری مقابله وکړی.
د «نورثایست کریسچن» کلیسا د دې غونډی کوربه او د دې کلیسا پادری «تایلر مککنزی» د دې غونډې مشر وو.
مک کنزی د مختلفو دینونو ترمنځه د خبرو اترو منظم کولو باندې تاکید سره وویل: ولې مونږ د مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځه خبرې اترې کولو لپاره باید دومره کوښښ وکړو؟
هغه زیاته کړه: د دې دوه ورځې غونډې هدف چې د هفته او اتبار په ورځ پیل شوه، دا وو چې خلکو ته د نړۍ دوو لویو دینونو په اړه تعلیم ورکړو.
امام محمد د لوییویل ښار جومات نه هم په دې غونډه کې ګډون وکړو او د اسلام دین ښودنې او اصولو په اړه یی خبرې وکړی.
د جانسون پوهنتون کې د مقدس کتاب مطالعاتو ډلې مشر«جان ودرلی» هم د مسیحیت دین د پوهاند په توګه خبرې وکړی.
په دې خبرو کې د دواړو دینونو ماتمیزو نقطو باندې خبرو اترو سره د افراطی ډلو او تاوتریخوالی مسئلې په هکله به هم څېړنې کېږی.
غونډه کې د مسلمانانو استازی وویل: مونږ مسلمانان تاوتریخوالی او افراط ګری محکوم کوو، زه له دې نه مخکې چې یو مسلمان یم اول انسان یم، هیڅ انسان دا کارونه نشی تایید کولی.
په دې غونډه کې د مسیحی او مسلمانانو لارښودو تاکید وکړو چې د مسلمانانو او مسیحیانو دواړو ډلو راروان وخت ښه کولو لپاره ضروری دې چې سره کوښښ وکړی.
ودرلی وویل: مونږ یو خدایی منو او اعتقاد لرو چې د ضرورت مند کسانو سره مرستې لپاره یو ځې کوښښ وکړو.
په دې غونډه کې شرکت کوونکو د دینونو لارښودو دا هیله څرګنده کړه چې د دینونو ترمنځه د خبرو اترو شروع لپاره دارنګه غونډې په کار دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3354386