ایکنا- د حج تمتع د مناسکو له رسمي پیل سره هممهاله، د سعودي عرب چارواکو وئيلي دي چې د بیتالله الحرام د حاجیانو لومړۍ ډلې د «مِنا» مشعر ته رسېدلي دي او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج مراسمو، په ځانګړي ډول د «یوم الترویه» لپاره ټول اجرائي، خدماتي او ډیجیټلي تدابیر بشپړ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492827 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا- حاج محمد سالم عیاصره، چې په «ابو زکریا» مشهور و، د اردن د ساکب د زکوات او صدقاتو د کمېټې غړی او د کابو ۲۰۰ زره د قرآن کریم نسخو د ترمیم د پروژې خاوند ؤ، وفات شو.
د خبر لمبر: 3492825 خپرونې تاریخ : 2026/05/26
ایکنا - د سعودي عربستان چارواکو وئيلي دي چې د حج د زیارتوالو د لا ښه خدمت لپاره یې په مسجدالحرام او مسجدالنبي کې د یخَولو او سمارټ رڼا ستر سیستمونه فعال کړي دي؛داسې سیستمونه چې د نړۍ له تر ټولو لویو سړوَنکو او رڼا ورکونکو ټولګو شمېرل کېږي او د پرمختللو ټیکنالوژیو په مرسته د میلیونونو حاجیانو هوساینه او امنیت تضمینوي.
د خبر لمبر: 3492821 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا- په عراق، په تیره بیا په نجف کې، له ډېرو کلونو راهیسې په جوماتونو او بېلابېلو دیني محفلونو کې د قرآن د وېش لپاره پر هغو نسخو تکیه کېده چې له هېواده بهر چاپېدل؛ خو په وروستیو کلونو کې د بیروت او مدینې د چاپ شوو نسخو پر ځای، د «مصحف نجف اشرف» پروژه چې د عباسي سپېڅلي آستان په هڅو ئې بنسټ کېښودل شوی،د هغه لومړني قرآن په توګه راڅرګنده شوی چې له پیل تر پایه یې بشپړ عراقي هویت درلود.
د خبر لمبر: 3492820 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
ایکنا- «له بکس یا بکسې پرته حج» په نامې سره طرحه سږ کال د لومړي ځل لپاره پر ټولو بهرنیو حاجیانو او زیارتوالو عملي کېږي. دا کار د دې طرحې پراخوالی او بشپړتیا ښئي، څو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د خدای د کور د مېلمنو له کومې استثنا پرته خدمت وشي، او په دې توګه په نړیواله کچه د خدماتو د معیار یو شانوالی او د عملیاتو د اغېزمنتیا لوړوالی تضمین کړي.
د خبر لمبر: 3492819 خپرونې تاریخ : 2026/05/25
د فلسطین د اوقافو وزارت:
ایکنا- د فلسطین د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټانو هغه اقدام وغنده چې د مسجد ابراهیمي دېوالونه ئې د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو روښانه کړي وو، او دا ئې د دې سپېڅلي جومات د مقام ښکاره سپکاوی وباله.
د خبر لمبر: 3492810 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې فلسطیني حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته روان شوي، د غزې تړانګې اوسېدونکي د دریم پرلهپسې کال لپاره د حج له فریضې بېبرخې پاتې دي. جنګ ، د رفح پولې تړل کېدو او د کلابندئ دوام، د زرګونو فلسطینیانو لپاره د حج سفر په یوه نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492809 خپرونې تاریخ : 2026/05/23
ایکنا- د سعودي عربستان چارواکو د سږ کال د حج د مراسمو لپاره سخت مقررات وضع کړي دي، چې له مخې ئې ځینې کسان د حج له ادا کولو منع شوي دي.
د خبر لمبر: 3492801 خپرونې تاریخ : 2026/05/21
ایکنا- عربستان له یوې میاشتې ځنډ وروسته، د غوائ د میاشتې له ۲۷ څخه، د بهرنیو عمره کونوکو زیارتوالو لپاره د عمرې ویزې صادرول پیل کړل.
د خبر لمبر: 3492789 خپرونې تاریخ : 2026/05/18
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ او کرکې ډکو زورواکیو سره په بېلابېلو بڼو کې لاس او ګریوان شوي دي.
د خبر لمبر: 3492772 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا- دمصر د قاهرې ولایت امنیتي ځواکونو د قاهرې د «درب الاحمر» په سیمې کې یو بېجوازه کتابپلورنځی وتاړه، ځکه د دغه پلورنځي مسؤلینو د اړوندو ادارو له رسمي اجازت پرته، د قانون خلاف د قران کریم نسخې خرڅولې او وېشلې.
د خبر لمبر: 3492769 خپرونې تاریخ : 2026/05/14
ایکنا - د سعودي عرب د عامه ترانسپورټ ادارې د مدینې د سیمې د پراختیا ادارې په ملګرتیا سره د قبا جوما( Quba Mosque )په ساحې کې د بېډرائيور ه بس ازمایښتي پروژه پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3492763 خپرونې تاریخ : 2026/05/13
ایکنا- د پاکستان او سعودي د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي او د ایران ـ امریکا د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه سره خبرې وکړې او پر سیمه ایزې سولې او امنیت ئې ټينګار وکړ
د خبر لمبر: 3492762 خپرونې تاریخ : 2026/05/12
ایکنا- د سعودي عربستان د پاچا په موافقېسره ، د لومړي ځل لپاره د ښځو څانګه د دغه هېواد د قرآن کریم د حفظ، قرائت او تفسیر تر ټولو سترو سیالیو ته ورزیاته شوه.
د خبر لمبر: 3492761 خپرونې تاریخ : 2026/05/12
ایکنا- سره له دې چې د حج د زیارتوالو لېږد درې اوونۍ مخکې پیل شوی ، سعودي عربستان ناڅاپه د عمر محدودیت په وضع کولو سره له ۱۵ کلونو څخه کم عمره زیارتوالو پر داخلېدو بندیز ولګاوه.
د خبر لمبر: 3492745 خپرونې تاریخ : 2026/05/09
ایکنا- د ایرانیو حاجیانو د لیږد د بهیر په چټک کیدا سره ، د ایرانیو حاجیانو د حج تمتع د ویزو زیاتره برخه صادره شوې ده.
د خبر لمبر: 3492739 خپرونې تاریخ : 2026/05/07
ایکنا- د مکې د قرآن کریم میوزیم د تاریخ یو ځانګړی مسي قرآن چې دولسمې هجري قمری پېړۍ پورې اړه لري، د لیدونکو لپاره نندارې ته وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3492732 خپرونې تاریخ : 2026/05/06
ایکنا- د ملک سعود پوهنتون د «هوښیاریا سمارټ قاري» پروژه په ریاض کې د قرآن کریم د خدمت لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په کنفرانس کې نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3492729 خپرونې تاریخ : 2026/05/05
ایکنا- د ملګرو ملتو د بشري حقوقو عالي کمېشنرۍ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې د غزې تړانګه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک ځای ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3492726 خپرونې تاریخ : 2026/05/05
ایکنا- د عربستان د حج او عمرې د چارو وزارت د لومړي ځل لپاره په منا کې په نوې ټیکنالوژۍ سره په "نسک" کارډ سره تړلی سمارټ سرچر یا حسګر سیسټمونه تطبیق کړي دي.
د خبر لمبر: 3492723 خپرونې تاریخ : 2026/05/04