ایکنانیوز د القدس العربی له قوله راپور راکړ،د فرانسې د پارلیمان ۲۶ استازو د المپیک نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ ته په یوه لیک کې د صهیونیسټي رژيم د سزا کولو غوښتنه کړې ده .دغو استازو ښاغلي باخ ته پخپل لیک کې دوحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله دغزې تړانګې د اوسیدونکو بې مخینې قتل عام په سخته محکوم کړ.
د فرانسې په پارلیمان کې دحکومت مخالفو لسګونو استازو د پاریس په ۲۹۰۲۴ المپیک لوبو کې له ګډونه د صهیونیسټ رژيم دمحرومولو غوښته وکړه .
د فرانسې په پارلیمان کې د حکومتی ضده ګوندونو استازو د روسیې او سپینې روسیې په څير د صهیونیسټ رژيم د سزا کولو غوښتنه کړې ده . دوي ټینګار کړی دی ، چې دغه محرومیّتونه دې په غزې تړانګې کې د اوږمهاله اوربند تر اعلان پورې لغوه نشي. دوي همداراز وئيلي دي ، اسرائيلي لوبغاړي باید د روسیې او سپينې روسیې د لوبغاړو په شان په بې پلوه بڼه سیالۍ وکړي .
د المپیک نړیوالې کمیټې له دې مخکې وئيلي وو، چې د روسیې او سپينې روسیې لوبغاړي ، د ۲۰۲۴کال المپیک لوبو کې د بې پلوه او خپلواکه لوبغاړو په توګه برخه اخستلی شي.
ټاکل شوې ده ، پاریس ۲۰۲۴المپیک سیالۍ به د راتلونکي جولائي میاشت له ۲۶تر اګست میاشت ۲۱ نیټې پورې او پاراالمپیک لوبې هم د اګست له ۲۸ تر سمتبر ۸ نیټې پورې ترسره شي.