IQNA

امریکا د صهیونیسټ رژیم د ټولو جنایتونومسؤله ده

12:59 - February 17, 2024
د خبر لمبر: 3488732
ایکنا- سید حسن نصرالله ووئيل هر هغه څوک چې د مقاومت او جهاد د محور په صحنه کې شتون ولري د قدس په لاره کې خپل ژوند قربانوي او د مقاومت ځانګړنه دا ده چې علما او قومندانان یې شهادت غواړي.

ایکنا نیوز د پارس ټو ډې  له قوله راپور راکړ، لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصرالله قربانۍ او استقامت د مقاومت د ځواکونو ترټولو مهمې ځانګړنې وبللې او زیاته یې کړه مقاومت د صهیونیسټ رژیم د کړکیچ سبب شوی دی

  د لبنان د حزب الله عمومی منشی سید حسن نصرا... د حزب الله د شهیدشویو قوماندانانو د کلیزې په مناسبت د دغه رژیم د وسلو د برابرولو په شمول له صهیونیسټ رژیم د امریکا ملاتړ ته په اشارې سره وویل: د امریکاحکومت د دغه هیواد د مبارزانو د وژلو او په سیمه کې د وینې د هر څاڅکي مسؤولیت په غاړه لري او صهیونیسټان یې یوازی اجرایی  وسیلې دي.  .

سید حسن نصرالله قربانۍ او استقامت د مقاومت د ځواکونو ترټولو مهمې ځانګړنې وبللې او زیاته یې کړه مقاومت د صهیونیسټ رژیم د کړکیچ سبب شوی دی .

د لبنان د حزب الله عمومی منشی څرګنده کړه: د مقاومت د غورځنګونو قربانۍ موقتی نه دی بلکې د هوښیارۍ، بصیرت او د هدفونو د پوهیدو له لارې ترلاسه کیږی او د اسرائیلو د قتل عام ځواب په جبهه کښې د جنګ دوام دی.

سید حسن نصرالله زیاته کړه هر هغه څوک چې د مقاومت او جهاد د محور په صحنه کې شتون ولري د قدس په لاره کې خپل ژوند قربانوي او د مقاومت ځانګړنه دا ده چې علما او قومندانان یې شهادت غواړي.

 https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i146296

captcha