ایکنانیوز د هسپرس له قوله راپور راکړ، د مراکش د طنجه ښار په سلګونو خلکو د نوي میلادي کال په درشل کې د غزې له مظلومو خلکو سره په پیوستون کې په واټونو کې غونډې وکړې او له فلسطینه ئې خپل ملاتړ اعلان کړ.
دمراکش دغو خلکو د طنجه په مرکزي چوک کې په شتون سره د غزې له مظلومو خلکو سره د پیوستون په اعلانولو سره د فلسطین بیرغونه ورپول او په داسې حال کې چې پلې کارډونه ئې په لاسونو کې وو، چې ورباندې ئې د غزې په ضد د صهیونیسټي رژيم وحشي ډوله جنایتونو په ضد شعارونه لیکلي وو، په دغې تړانګې کې ئې د جنګ دختمیدا غوښتنه کوله.
همداراز د ترکیې په لکونو خلکو هم د ۲۰۲۴کال په لومړنۍ ورځې د فلسطین له مظلوم ملته د ملاتړ لپاهر او دغزې تړانګې په ضد د صهیونیسټي رژیم د جنګ ددریدا په ضرورت د ټينګار په لړ کې د استانبول پشمول په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
همداراز د پاکستان حکومت هم دغزې دمظلومو خلکو دملاتړ او له دغه بې څوکه خلکو سره د پیوستون د اعلان په توګه په درست هیواد کې د نوي میلادي کال دهرډول جشنونو او دستورو پر جوړولو بندیز لګولی او په یوه ځاي کې ئې هم په رسمي توګه دنوي کال دستورې ونه لمانځلې.همداراز په ډيرو هیوادونو کې دنوي کال په ماسبت میوزیکل کنسرتونه هم لغوه شوي دي .