ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، سعودي عربستان چې د اسلامی ملګرتیا موسیسې پړاویزه مشري په غاړه لري،دغزې تړانګې د بوږنونکو حالاتو دارزونې لپاره ئې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د سملاسي غونډې دترسره کیدا غوښتنه کړې ده.
دعربستان الاخباریه رسمي چینل راپور ورکړی، دغه خبر د صهیونیسټ رژیم په وسیله د غزې تړانګې په نښه کولو سره په یووخت، د فلسطینیانو او سرائیلیانو د بې مخینې نښتو په څلورمې ورخې رابرسیره شوی دی.
الاخباریه راپور ورکړی دی ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې د وحشي صهیونیستي رژیم پوځي تیري چې د فلسطین دمظلومو لسګونو زره ماشومانو ،ښځو اوعامو خلکو د شهیدیدا او ژوبلیدا سبب شوي په سخته محکوم کړي دی دي
داپه داسې حال کې دي چې ددغې غونډې لباره خاص تاریخ مشخص شوی نه دی.
د عربستان دغه غوښته له دې یوه ورځ وروسته مطرح شوې چې د عربی اتحادئې مرستیال عمومی منشي حسام زکی په یوې اعلامیې کې ویلی دي ، چې د دغې اتحادئې دو زیرانو بیړنۍ غونډه نن چارشنبې ورځې د فلسطین دحکومت په غوښنې او د دغې اتحادئې د پړاویز مشر مراکش په مشرۍ ترسره کیږي.
همداراز وئيل کیږی چې عربی پارلیمان هم دپنجشنبې ورځې لپاره د فلسطین کمیټې په ناستې کې چې قاهرې به ترسره شي، ځینی بیړنۍ فیصلې کوي.