ایکنانیوز د نون له قوله راپور راکړ، د عراق خارجه وزارت په بغداد کې د فلسطین سفارت ته د خطاب په یوه لیک کې رسما اعلان وکړ، د حسینی مقدس آستان تولیّت له دغه مقدس آستان سره اړونده روغتونونو کې د فلسطینیانو ټپیانو د درملنې لپاره تیار دی.
په دغه لیک کې راغلی دي ، دعراق د هلال احمر ټولنې سره او د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې سره به د حسینی مقدس آستان سره اړونده روغتونونو ته ته د ناروغانو او تپیانو د منتقلولو دبهیر په باب غږملتیا ترسره شي.
له دې مخکې هم دحسینی مقدس آستان مسئولانو اعلان کړی ؤ چې په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د حملو د ټولو ټپیانو د درملنې لپاره له دوي سره اړونده روغتونونو کې ئې درملنې ته چمتو یوو.
په غزې تړانګې د وحشي جنایتکار رژیم د بې آمانه حملو اوبمباریو له پیل راهسې تردې دمه څوارلس زره اته سوه څلور پنځوس فلسطینیان شهیدان شوي دی چې په هغو کې شپږ زطره یو سل پنځوس ماشومان او څه د پاسه څلور زره میرمنې هم دي پر دې سربیره کابو اوه زره کسان تر دې دمه بې درکه او یا هم د ړنګو شوو وداانیو ترکنډوالو لاندې پاتې شوي دي .ځینی مړي په واټونوکې پاتې دي ا پر دې سربیره د ځینو ټپیانو د برخلیک هیڅ اطلاع نشته . دا هم وئيل شوي چې تر دې دمه د معلومو شوو ټپیان شمیر هم له شپږدیرش زره تنو زیات شوی دی .