ایکنانیوز د المیادین له قوله راپور راکړ، د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه په یولړ څرګندونو کې ووئيل،مونږ د اکتوبر په اومه نیټه د دښمن دسټراټژيکې ناکامې د هغو ورانونکو اړخونو په وړاندې یوو،چې په جنایتکار صهیونیسټي رژيم کې ئې ستره زلزله رامینځةکړې ده.
اسماعیل هنیّه روښانه کړه،مونږ مقاومت د طوفان الاقصی داسې تاریخ نندارې ته وړاندې کړ چې د مونږ له ټاټوبی او قدس څخه دنیواکګرو د زوال پيلامه ده . هغه دغه راز ووئيل، نیواکګرانو عامو وژلو او کوچولو ته مخه کړې ده څو هغه ماته چې د عزالدین قسام دکنډکونو له لاسه ئې زغملې ده ، جبران کړي.
اسماعیل هنیهّ دغه راز ووئيل، د وحشي او څاروي ډوله صهیونیسټي رژيم بزدل پوځ د مونږ له شجاع او میړنیو مبارزانو سره د ډغرې توان نه لري او وژلو او بمباریو ته ئې مخه کړې ده .
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر په دوام کې ټينګار وکړ، هغه سټراټژيک ګوزار چې نیواکګرو ته وارد شوی ، ددې ګواه دی چې دمونږ د ټاټوبي آزادول ترلاسه کیدونکي دي.
هغه د هغو لاریونونو په قدرونې سره چې په بمباریو کې ترسره شوي،څو له مقاومت اوقسام څخه ملاتړ وکړي ، زیاته کړه،دغزې خلک پخپل ټاټوبی کې ریښې لری او له غزې به ونه وځي،نه به له غزې او نه به هم له لویدیځي غاړې څخه مصر ته هجرت وکړي. مصر د چارواکو چې د فلسطینیانو کوربتوب ته تیار دي،ممنه کوو،خو اساسابه هجرت ونه کړو.د امریکا په ملاتړ سره دغزې د ا وسیدونکو د کوچولو فیصله به ناکام برخلیک ولری . په مصر کې خپلو وروڼو ته وایوو د مونږ فیصله دا ده چې خپل ټاټوبي کې پاتیکیږو.
هغه ووئيل، د طوفان الاقصی سټراټژيک ګوزار یوه نوي او ځلانده صفحه رابرسیره کړه چې مادې ئې دا دي چې نیواکګر باید د مونږ له ټاټوبي لاړ شي او بندیان خوشي کړي. لویدیځي غاړه باید فعاله پاتې شي، ځکه مونږ یو ملت یوو ،مونږ دا غواړو چې نیواکګران د مونږ له قدس او ټاتوبی ووځي څو دقدس په پلازمینې سره مونږ فلسطینی هیواد جوړ کړو.