ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د صهیونیسټ رژیم د روغتائي چارو وزارت د اعلامیې په اساس، له شنبې ورخې سهار راهسې ددغو ټپیانو په منتقلولو سره د خبر تر مخابیره کیدا پورې د ټولو ټپیانو شمیر ۳۶۲۱تنو ته ورسید.
په دغې اعلامیې کې دغه راز وئيل شوي دي، د عمومی بستری شوو په ترټولو وروستیو احصایو کې ۲۶ کسانو ته مغزي سکته شوې ، ۳۱۶ کسان مرکي حاله او ۶۸۲ کسان هم لازیات خطرناک راپور شوي دي ،په داسې حال کې چې د ۱۳۴ نورو ضعیّت هم لا ارزول کیږي.
دا په داسې حال کې دي چې د سرایا القدس خبری چینل پشمول ځینو فلسطینیو خبری سرچینو د صهیونیسټي سرچینو له قوله چې نامه ئې نه ده ذکر شوي ، خبر ورکړی چې د صهیونیسټانو دهلاک شوو کسانو شمیر له یو زر پنځه سوه کسانو اوښتی دی.
همداراز په راپور کې وييل شوي دي په نیواکي ټاټوبو کې د طوفان الاقصی نومې عملیاتو په دوام کې د اوښتو تاوانونو اندازه دومره زیاته ده چې بلاخره صهیونیسټان ئې اعتراضونو او ترینګلتیاؤ ته اړ کړي دی او کابو اتیا فیصدي صهیونیسټان ددغې سترې ناکامۍ مسئولیّت د نتنیاهو د افراطي کابینې د صهیونیسټانو ژوند ته د بې پامۍ له امله ګڼي او ډیری صهیونیسټان د نتنیاهو اودهغه دکابینې د مستعفی کیدا غوښتنه کوي.