ایکنانیوز راپور ر اکوي،په دیني چارو کې د متحده عربی اماراتو د سلطنتی محکمې سلاکار علی الهاشمي د اسلامی وحدت د اوه دیرشم نړیوال کنفرانس په دوهمه ورځ پخپلې وینا کې پر محمد مصطفی (ص)او د هغه پر اهل بیت علیهم السلام او اصحابو باندې په درود استولو سره د وحدت کنفرانس ددغه پړاؤ شعار ته په اشارې سره روښانه کړه،د اسلامی ارزښت تر ټولو لومړنی او مهم ارزښت چې د انساني ټولنو او انساني لوړتیا او ودې زمینه ده ، سوله او اسلام دی ، یو داسې ارزښت چې اسلام خپله نامه هم ورڅخه اخستې ده او په الهي کلام کې هم تل تایید او ورباندې ټينګار شوی دی.
هغه په دوام کې د قرآن کریم د څو ایتونو په بیانولو سره د سولې وآرامښت او زغم پر اهمیّت ټينګار و کړ او روښانه ئې کړه،په غونډې کې حاضر ټول محترم عالمان پوهیږي چې اسلام پر سولې او زغم څومره ټينګار کوي، خودغه زغم له اصولو د ډډه کولو او تر پښولاندې کولو په معنا هم نه دی،بلکې د یوه بل ارزښتونو ته داحترام او د ګډ سوله ایز ژوند په معنا دی.
الهاشمي همداراز له خوارجو سره په مخامخیداکې د حضرت امام علی(ع) سیرت ه په اشارې سره ووئيل امام علی خپلو پيروکارو ته ټينګار کړی چې خوارج له ډيرزیات انحراف پرته کافر نه ګڼي او دا چاره باید د مونږ لپاره بیلګه وي.هغه په استعماري جنګونو کې د اسلامی نړۍ قربانی کیدا ته په اشارې سره ټينګار وکړ،نن سبا بایدپه ګډو ارزښتونو باندې په ټينګار او پر سولې اوثبات په تکیې سره خپل مشکلات حل کړو او د استعمار او استکبار او کفر په مقابل کې سره یو موټی کلک ودریږو.
ټاکل شوې ده د اسلامی وحدت دغه نړیوال کنفرانس سبا هم دوام ومومي او پایزه اعلامیه به خپره کړي.