IQNA

په جنوب ختیځي آسیا او ملایشیا کې د تشیعّ تاریخي مخینه

7:34 - September 25, 2023
د خبر لمبر: 3488004
ایکنا-(تهران) ؛په ملایشیا کې د تشیعّ تاریخ ؛نومې کتاب په ملایشیا کې دایران د پخوانی کلتوری سلایار یو تالیف دی چې لیکوال پکې هڅه کړې ده ، په ملایشیا او جنوب ختیځي آسیا کې د تشیّع تاریخي مخینه د موجودو مدرکونو په استناد سره  ارزوي او لوستونکي  د ملایشیا د شیعیانو له عقایدو اوڅخه د دوی موافق او مخالف  آشنا کړي.

ایکنا نیوز راپور ورکوي. دغه کتاب په همداوروستیو کې په ۱۴۰۲لمریز کال کې د امین نړیوالې خپروندوئې یوه ترټولو وروستی خپور شوی کتاب دی  او په ۷۰۱پاڼو مشتمل دی . په ملایشیا کې د ایران پخوانی کلتوری سلایار  او داسلامی بحثونو یو څیړاند او لیکوال علی  اکبر ضیائي ددغه کتاب په سریزې کې لیکلي دي،جنوب ختیځي آسیا سیمه په نړۍ کې  د لرغونو دینونو زیږنځاي بلل کیدلی شی.له پنځمې میلادي پیړۍ سره اړونده لرغوني شواهد  او  د بودیزم شتون او دغه راز له یولسمې میلادي پیړۍ سره اړونده لرغوني شواهد په دغې سیمې کې دهندو ایزم شتون اثباتوي. دغه دینونه  د تاجرانو په وسیبله  او وخت په وخت  له هند اوچین څخه د لښکر کشیو له لارې ،په جنوب ختیځي آسیا سیمې کې  په مختلفو تاریخي پړاؤنو کې پراخ شوي دي.له دغو دینونو سره په پرتله کې اسلام  دغې سیمې ته ډير په ځنډ سره رسیدلی دی او موجوده شواهد ښئ چې  اسلام  له دیارلسمې میلادي پیړئ وروسته د  ملایشیاوالو په ټاټوبی کې دود شوی او څرګنده ده چې  اسلام  له دې تاریخه مخکې د تاجرانو په وسیله  په ځینو ملایشیائي قومونو کې  دود شوی دی. اسلام  د جنوب ختیځي آسیا  لازیاتو ټاټوبو ته  رسیدلی  او د ملایشیائي قومونو زیاتره برخه له اسلام سره ګروهمنه شوې تر دې چې ملائي ټکی له اسلام سره په یوه لیکه کې راغلی  او هرکله چې  د ملائي خبره کیدله،نو  اسلام هم ددین په توګه مطرح کید.له شپاړسمې میلادي پیړئ  څخه د اروپائي استعمار  په پیلیدا سره په کاتولیکی ګروهنې سره د مسیحیّت دین هم د جنوب ختیځي آسیا دینونو ته ورزیات شو . د هالینډ اوبریتانیا د نفوذ په دوام سره په دغې سیمې کې د پروټیسټانو مسیحیّت هم دود شو.

البته تاریخ لیکلي دي ، چې د ایران داسلامی انقلاب په ظهور سره په دغو ټاټوبو کې د تشیّع مطالعاتو ته هم خاص توجه وشوه.

 په ۱۳۵۷لمریزکال کې د ایران د اسلامی انقلاب په راپنځیدا او په دې پسې د ایران د اسلامی جمهوریت په ټينګیدا سره د تشیَع مطالعاتو ته د نړیوالو په تیره بیا د لویدیځ علمي مرکزونو  خاص توجه وشوه.په ۱۳۸۲لمریزکال کې  په عراق د امریکا له حملې وروسته شیعیانو هلته ډير زیاتیدونکی سیاسی رول ولوبوه او دعراق شیعیان د صدام دیکتاتورئ له نسکوریدا وروسته وتوانیدل خپل سیاسی او اجتماعي ځائيګی ترلاسه کړي. په ایران کې داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته دجنوب  ختیځي آسیا  په مسلمانانو کې د  سیاسی  اسلام او اسلام پالنې څپې  د لویدیځي ماده پالو لیدتوګې او سکولریزم له چیلنج سره مخ  کړ او ډیری مسلمانان  په حکومت کې دشرعي قوانینو او  اصولو په تطبیق پسې شول  او ډول ډول سیاسی ګوندونه او ډلې ټپلې په اسلامی او دیني مطالباتو سره راوپنځيدلې.

په جنوب ختیځي آسیا سیمې کې  داسلامی انقلاب د پلویانو په زیاتیدا سره ،د شیعیّت تفکر  هم ژوندی شو او د وخت په تیریدا سره  دسیمې په مختلفو ټولنیزو پرګنو کې ددوي شمیر زیات شو تر دې چې په سیمې کې د ایران سیاسی سیالانو د تشیَع تفکراتو،شیعّیت او  له اسلامی انقلاب سره  مقابلې ته  د واکمنو حکومتونو لمسوَلو ته مخه کړه.  د اوسنۍ نړۍ په سیاسی ډګر کې د تشیّع  له پنځیدا وروسته ،د لویدیځ څیړنیزو مرکزونو او حتی مسلمانو عالمانو اومتفکرانو  چې  تر کلونو پورې ئې   د اهل تسنن مطالعې   د اخوان المسلمین او د سیاسی اسلام دنورو بهیرونو په څير  سیاسی بهیرونو ته خپله توجه  اړولې وه، او  د اهل تسنن د فکري بهیرونو په سیوري کې ئې دیوه مذهبی لږکي په توګه تشیعّ ته  فکر کاوه،د تشیعّ  اعتقادی او سیاسی لیدتوګو ارزونې ته ئې ګروهنه پیدا کړه او وخت په وخت ئې د تشیعّ تعلیماتو ته په کرکتونکي نظر سیره فکر کاوه او په  دې مینځو میان کې د ګلډزیهر او لوي ماسینیّن په څیر  ختیځ پیژاندومحققانو د اهل حدیث، ظاهر پالنې ، شیخیه ، شیعه غلیانو  په باب مطالعې ته مخه کړه او  په اوسنۍ نړۍ کې ئې له  له سیاسی  غرضونو او پلویتوب پرته  د یوه ډیر فکري اغیزشیندونکي بهیر په حد کې د شیعه  اثنی عشری  په څير حقیقت پال مکتب ونه لید  او په ددوي ئې ډيرې څیړنې کړي دي.

 به آموزه‌های شیعی می‌نگریستند و در این میان شرق‌شناسانی چون گلدزیهر و لویی ماسینیون با انگیزه‌های سیاسی به مطالعه نسبت به اهل حدیث، ظاهرگرایی، شیخیه و غالیان شیعی و مانند آنها پرداختند و کمتر حقیقتی در جهان کنونی چون شیعه اثنی‌عشری را در حد یک جریان تأثیرگذار فکری بدون اغراض سیاسی و جانب‌دارانه مورد پژوهش قرار می‌دادند.

https://iqna.ir/fa/news/4170722

 

captcha