ایکنا راپور راکوي،دحضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت په سامرا کې د هغه بزرګوار د سپيڅلي حرم پشمول په کاظمین،کربلا ،نجف اشرف ، مشهد مقدس ، قم المقدس او د اسلامی نړۍ په نورو ډيرو ځایونو کې په دې مناسبت ویر او ماتم کیږي او ویناوال د اهل بیت علیهم السلام دسیرت په تیره بیا د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د مظلومانه شهادت په باب په څرګندونو سره د مینه والو مینه ماتوي.
ایکنا په دې مناسبت د عراق په سامرا کې د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د مقدس حرم د ویر او ماتم یو انځوریز راپور برابر کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.