IQNA

له سویډه تر کربلا پورې د حقیقت لټون (فیلم)

16:51 - September 05, 2023
د خبر لمبر: 3487909
ایکنا-(کربلا) نوي مسلمانه شوي میرمن جودیت وائي ؛په یوې بشپړ مسیحي کورنۍ کې زیږیدلې او لویه شوي یم. کله مو د اسلام په باب لازیات  معلومات ترلاسه کړل، نو دمسحیّت په با  مو پوښتنې هم لازیاتې شوې او هغه شیان چې په مسیحیّت کې  مو د دوي لپاره کوم منطق  نه پیداکاوه ، نو هغه مو په اسلام کې پيدا کړ.

ایکنا نیوز راپور ورکوي، دحسینی اربعیّن  په دستورو کې  د پام وړ یو ټکی  دله هغو هیوادونو د ځينو کسانو شتون دی چې مسلمانان ئې یو ډیر وړوکی لږکی شمیرل کیږي. هغه ټکی چې  د حسینی اربعیّن په دستورو کې د اهل بیت علیهم السلام  په میلیونونو مینه والو شتون کې  ممکنه ده  جالب وي، هغه شیعیان دي چې  له اسلام منلو مخکې  د بل دین پیروکار وو، او په حسینی اربعین دستورو کې ئې خپل لومړنی شتون  داسلام په منلو او د شیعه مذهب په ټاکلو سره تجروبه کړی دی .

میرمن جودیّت یوه هغه میرمن ده په سویډ کې په یوې بشپړ مسیحي کورنۍ کې لویه شوې  او وروسته وروسته د اسلام له شیعه مذهب سره لیواله شوه او  د دین  دبدلولو په دلیل ئې د منفي نظرونو  سره سره  خپل انتخاب وکړ.

ستاسو په خدمت کې یوه ویډیو وړاندې کوو ،چې  ددغې تازه مسلمانې شوي  میرمنې  د  اسلام د منلو د څرنګوالي او د شیعه مذهب د غوره کولو په باب حقیقت ته رسیدلې ده ، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4166714

captcha