IQNA

د قرآن سورتونه/ 103

د ژوند له سختیو څخه د خلاصون لپاره څلور لارې

15:35 - August 08, 2023
د خبر لمبر: 3487756
ایکنا – (تهران) په قرآنکریم کې ټینګار شوی چې انسان په دنیاوی ژوند کې تل له ستونزو سره لاس او ګریوان دی، خو د ژوند له سختیو څخه د خلاصون لارې چارې هم بیان شوي دي.

د قرآنکریم یوسلو درېیم سورت "عصر" نومېږي. دا سورت په درېیو آیتونو سره په دېرشمه سپاره کې راغلې ده. "عصر" چې مکي سورت دی، د نازلېدو په ترتیب کې ديارلسم سورت دی چې پر رسول الله (ص) نازل شوی دی.

د سورت نوم له لومړي آیت څخه اخیستل شوی. په دې سورت کې خدای تعالی د وخت او دورې په معنی پر عصر قسم یادوي.

د عصر سورت ټینګار کوي چې خلک په ضرر او زیان کې دي، مګر هغه کسان چې ایمان لري او ښه عملونه ترسره کوي او یو بل ته د حق او صبر سپارښتنه کوي.

په دنیا او آخرت کې د انسان زیانمنېدل یو له هغو ټکو څخه دی چې په دې سورت کې پرې ټینګار شوی دی. د "خسر" (زیان)کلمه او د هغې اړوند کلمې په قرآن کریم کې تر 60 ځله زیات کارول شوي دي. په مادي چارو کې د انسان د زیانمنېدو معنی، کمښت او زیان لیدل او په معنوي او روحي چارو کې د ګمراهۍ او هلاکت په معنی ده او د انسان له زیانمنېدو د قرآن مطلب ، تر ډېره د روحي او معنوي زیان په معنا دی.

د علامه طباطبايي په وينا، په دې دنيا کې ژوند د انسان سرمايه ده، چې بايد ورسره په آخرت کې د ژوند کولو لپاره هڅه وکړي. که اعتقادات، عمل او چلند یې د حق له مخې وي، تجارت یې ګټور دی او په راتلونکي کې له شر او بدیو څخه لرې کېږي، خو که باطل ته غاړه کېږدي او له ایمان او غوره کارونو څخه ځان لرې کړي، تجارت یې له تاوانونو څخه ډک او پایله یې د آخرت له نعمتونو څخه بې برخې کېدل دي.

د دې سورت په پیل کې خدای تعالی په "عصر" قسم یاد کړی دی. د دې قسم په تفسير كې ویل شوي چې عصر د انسان د زمانې او تاريخ په معنا دى او د هغه څه له مخې چې په نورو آيتونو كې راغلي دي، ويلاى شو چې په ژوند كې د انسان زیانمېدل، د دوی په ژوند کې د زمانې د تېرېدو پايله ده.

البته، هغه کسان کولای شي چې له زیانمن ژوند څخه ځان لیري کړي چې څلورو اصولو ته پام وکړي: «الَّذِينَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَ تَواصَوْا بِالْحَقِّ وَ تَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ:

هغه کسانو چې ایمان یې راوړی او نیک عملونه یې کړي او یو بل ته یې د حق امر کړی او یو بل ته یې د صبر نصیحت کړی دی.» (عصر/۳ تر ۵).

د دې آيت له مخې، له سختيو څخه د خلاصون څلور لارې: په الله جل جلاله ايمان درلودل، د نیکو کارونو ترسره کول، نورو ته د حق د پيروي سپارښتنه او همدارنګه نورو ته د صبر نصيحت کول دي. دا چ په دې آيت كې ټینګار شوى چې نورو ته د حق د مراعاتولو او صبر كولو نصيحت وكړو، اساس یې دا دى چې موږ پخپله حق وپېژنو او د ننګونو پر وړاندې صبر وكړو، تر څو نورو ته هم د هغه د مراعاتولو بلنه وركړو.

کلیدي ټکي: د قرآنکریم سورتونه،  قرآن کریم، ۱۱۴، د عصر سورت، د انسان په ژوند کې ستونزې، د ستونزو د حل لارې

captcha