ایکنا د المیادین چینل له راپور سره سم دلبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله په ۳۳ ورځنی جنګ کې د مقاومت د بریالیتوب په مناسبت په وینا کې وویل هغه کس چی په سویډن کې یې د قران کریم نسخه وسوځوله د اسراییلو له موساد جاسوسی ادارې سره ارتباط لری او هدف یې دمسلمانانواوعیسایانوترمینځ داختلافاتو رامینځته کول دی .
حسن نصرالله ټینګار وکړ د سیمې خلک باید له دولتونو وغواړي چی د قران کریم د سوځولو د موضوع په وړاندی سخت دریځ غوره کړی او د قران کریم د سوزولوپه موضوع کې د ماسکو د پام وړ دریځ لویدیځ هیوادونه لالهانده کړل.
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي دغه راز ووئيل، په سویډ کې د قرآن کریم سوځول یوه خطرناکه او دردناکه پیښه ده او باید د نړۍ درست پتمن ئې محکومه کړي ،هغه کس چې په سویډ کې د قرآن کریم د سوځولو اقدام ئې کړی دی، یو عراقي مسیحي دی چې د اسرائيلو له موساد جاسوسي ادارې سره ارتباط لري. دقرآن کریم د سوځولو لپاره د یوه مسیحي ټاکل د مسلمانانو او مسیحیانو ترمینځ د فتنې د اور د لمبو د غرغنډه کولو لپاره دصهیونسټانو د پلانونې نښه ده .
د حسن نصر الله ددي خبري په کولو سره چې اسرائيلیانو او امریکایانو په کرتو په ۲۰۰۶کال کې په ۳۳ورځني جنګ کې پرخپلې ماتې اعتراف کړی دی ، ووئيل، د جولائي د جنګ اساسی د هدف د لبنان دمقاومت نابودول او دسیمې دنوي جوړښت په وړاندې د امریکا او اسرائيلو شرطونو ته تسلیمولو ته ددغه هیواد اړباسل وو.
د لبنان د حزب الله عمومی منشي په الغجر سیمې کې د حزب الله غورځنګ د خیمې لګولو په باب ووئيل، دالغجر شمالی برخه دملګروملتو د اعلان به اساس، د لبنان خاوره ده، مونږخیمې د لبنان په خاورې کې لګولي دي ،خو اسرائيل د شبعا پټي له خپل ځان سره اړوندده ګڼي. مونږ به خپلې خیمې ان شاالله د خپل هیواد لبنان په شبعا پټَیو کې لګوو .
حسن نصر الله روښانه کړه ، الغجر د لبنان خاوره ده چې اسرائيلو بیا نیولې ده او پکې ئې دیوال جوړ کړ ی دی او دلته ئې خپل قوانین اجرا کړي دي، هغه څه چې په الغجر سیمې کې رامینځةشوي دي ،ورباندې هیڅکله چُپتیا نه شو کولی ،دا د لبنان خاوره د او باید له کوم قید او شرط پرته لبنان ته وګرځول شي.
د لبنان به ضد ۳۳ورځنی جنګ د ۳۰۰۶کال د جولائي په دیارلسمه پیل شو او تر ۳۳ ورځوپورې ئې دوام وکړ. په دغه جنګ کې صهیونیسټي وحشي رژيم د مقاومت دقدرت او عظمت په وړاندې ماته وخوړه او مقاومت ئې خراب نه کړئ شو.