ایکنانیوز- د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د محرم د میاشتې په درشل کې د علمیه حوزو له فاضلانو، طلبه ؤ او مبلغانو سره په کتنې کې،پر تحقیق تیکه کونکو تبلیغاتي فعالیتونو ته د هیواد اړتیا،اوسنیو فعالیتونو لازیاته وبلله او د تبلیغ او د هغه د اړخونو په باب ئې د قرآن مجید په ډيرو آیتونو باندې په استناد سره ووئيل، دخداي دین د خلکو د پرګنو په سویه له سم تبلیغ پرته تحقق نه مومي .
دوي پخپلې وینا کې د لویو عالمانو په سیرت کې په علمیه حوزو کې د تبلیغ پخواني سنت اهمیّت ته په اشارې سره ووئيل؛د حوزو په دندو کې د تبلیغ لومړیتوب،د اسلامی جمهوری نظام له جوړیدا وروسته دوه برابره شوی،ځکه چې پر دین تکیه کونکي سیاسي نظام رامینځةکیدا له اسلام سره د مستکبرانو دښمني زیاته کړې ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دخلکو ایمان د اسلامی نظام ارکانونو ستنې وبللې او وې وئيل،د اسلامی نظام ساتل او په حقیقت کې د خلکو د ایمان ساتل لومړنی واجب دی ددې په ترڅ کې چې تبلیغ په اوسني پړاؤ کې د انټرنیټ او (له انټرنیټه په وروسته پړاؤ کې د سمبول په توګه )د مصنوعي هوش پشمول پر علم او د آوزارونو په پراختیا له تکیه کونکو ډول ډول رودو سره ډيره پراختیا موندلې ده ، پر دې اساس عقل هم حکم کوي،د دښمنانو د پروپيګنډیزو خونړیو تورو په مقابل کې تبلیغ اول لومړیتوب شي.
حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه اي د اسلامی نظام مقابله جبهه چې ځان لیرل ډيموکراسي ګڼي،یوه دروغجنه او کذابه جبهه وبلله او او د اوسمهال تاریخ ډيرو واقعیّتونو ته په اشارې سره ئې ووئيل،، د ایران د ملت مقابله جبهه د آزادي غواړي چغې او آزاد فکر په ضد او له مستکبرانو سره د نااړونده هرډول ډيموکراسۍ مخالفه ده او له دغې جبهې سره د اسلامی ایران د ملت او نظام مبارزه او په وړاندې ئې کلکه دریدا یوه نړیواله او تمدني مبارزه ده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اوکراین د بې پناه او بیچاره ملت حالات د لویدیځ د استعماري او نغرونکو او چورتالان کونکو انګیزو پر دوام شاهد وبلل او وې وئيل،د اوکراین خلک باید ووژل شي،ځکه چې د لویدیځ د وسلو د تولید او خرڅونکو کمپنیانو ګټې په اوکراین کې د جنګ په دوام کې نغښتي دي .
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د لویدیځ اوسنۍ تاوان موندنه له همیشه لازیاته وبلله او وې وئیل،امریکائي نظام ،په مختلفو سیاسی ډګرونو،له ملتونو سره په ډغرې کې،د امریکا له خپل ملت سره په ِ ډغرې کې،د توکمپالنې،جنسی اخلاقیاتو ،جنایتونو او بیرحمئ په ډګرونو کې د شرغواړو شیطانونو یوه ټولګه ده.