IQNA

د جرمنی داخله چارو وزیرې د مسلمانانو په ضد په توپیر اعتراف وکړ

7:24 - July 01, 2023
د خبر لمبر: 3487557
د جرمنی د کورنیو چارو وزیر  ددغه هیواد د مسلمانانو د وضعیّت په باب دیوه راپور په غبرګون  کې ومنله  چې له دوي ډير په په انزوا،توپير، کرکې او نفرت او تاؤتریخوالي کې شپې ورځې تیروي.

ایکنا د الجزیره له قوله رآپور راکړ، د تیرې پنجشنبې په ورځې  د جرمني د مسلمانانو د وضعیّت په باب په دغه هیواد کې د یوې خپلواکه کمیټې راپور خپور شوی دی.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي  چې ددغه هیواد په ټولنې کې د مسلمانانو په ضد  زیاتیدونکی توپير،د دوي په ضد له توپیر او نفرت خورونې سره دمبارزې لپاره لازیاتو اقداماتو ته ضرورت دی.

دغه کمیشن چې د جرمني دحکومت له خوا  ددغو څیړنو په ترسره کولو مامور شوی ، اعلان کړی دی چې مسلمانان یو داسې لږکی دی چې په جرمني کې د نورو لږکیو په نسبت  له ډير توپير سره مخ دی.

د جرمنی دکورنیو چارو وزیرې نیسني فیشر ددغه راپور په غبرګون کې ووئيل، ددغه هیواد ډیری مسلمانان چې شمیر ئې پنځه میلیون پنځه لکه کسانو ته رسیږي، هره ورځ له دیني کرکو، انزوا،توپير او تاؤټریخوالوڅخه کړیږي.

فیشر دغه راز ووئيل، دجرمني حکومت ددغه راپور نتیجو او سپارښتنو ته ګوري او ارزوي ئې  او له توپیر سره د مبارزې او د مسلمانانو دلازیات حفاظت لپاره  به هڅه وکړي.

دغې کمیټې چې دولس کسیز دی پخپل راپور کې وئيلي  دي،څيړنې ښئ چې  کابو  نیم جرمنیان پر هغو مطلبونو چې د مسلمانانو په ضد وئيل کیږی یا خپریږي، باؤر  کوي او همدغه چاره د افراطي ډلو ټپلو  لپاره خطرناکه لاره برابروي.

ددغې کمیټې د اعلان په اساس ، له دغې چارې حتی هغه مسلمانان چې په جرمني کې زیږیږي هم اغیزمن کیږی او اسلام ضده افاطیان هغوي ته د پرَدي خطاب کوي . همداراز ددغه راپور په اساس ، اسلام یو وروسته پاتې دین انځوریږي  او سترمنې میرمنې هم له ډيرو تاؤتریخوالو سره مخامخ کیږي.هغه فیلمونه چې ددغې کمیټې غړو لیدلی دی  د مسلمانانو په نسبت ئې منفي نظر درلودلی او معمولا په دغو فیلمونو کې مسلمانان په جنګ ،تاؤتریخولو او  ترهه ګرو حملو او د میرمنو په ځپلو سره نندارې ته وړاندې کیږي.

دغې کمیټې حکومت ته سپآرښتنه کړې ده  چې د مسلمانانو په ضد دې په تعصباتو دغور لپاره یوه کاري ډله جوړه کړي او  ددغو شکایتونو د ارزونې لپاره دې مرکزونه جوړ کړي. دوي همداراز ټينګار کړی، باید په ښونځیو ،تاڼو،حکومتی ادارو ، رسندویو او دمحصولاتو په  شرکتونو کې  د مسلمانانو له منفي څيرې بریښولو سره  دمقابلې لپاره ښونې او زده کړې وړانډې شي، ددې په ترڅ کې چې باید د زده کړې پروګرامونه او درسي کتابونه هم اصلاح شي.

د جرمنی د وخت کورنیو چارو وزیر هورسټ زیهوفر  دغه کمیټي په ۲۰۲۰ کال کې  له دې وروسته چې یوه افراط پال په هانائو ښآر کې  لس مسلمانان ووژل  او پنځه نور ئې ټپيان کړل ، جوړه کړې ده . دغې حملې د بشری حقوقو ادارې دې ته اړ کړې څو په جرمني کې د  اسلام ضده بهیرونو د  ودې او زیاتیدا په باب خبرداری ورکړی.

https://iqna.ir/fa/news/4151359

captcha