IQNA

له نیواکګر رژیم سره په موافقه کښې د مقاومت اهداف پوره شوي دي

13:36 - May 18, 2023
د خبر لمبر: 3487357
ایکنا-(تهران) د فلسطین د جهادِ اسلامي غورخڼګ عمومي منشي زیاد النخاله ووئيل،مونږ په سیاسي جنګ کښې ښه کړنلاره درلوده او یوه پياوړې معادله مو وروتپله.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي زیاد النخاله له نیواکګر رژیم سره د اوربند په موافقه کښې د مقاومت د اهدافو د پوره کیدو خبر ورکړ.

النخاله تیره شپه په دې خبرې سره چې مقاومت په غزې باندې له تیري وروسته د اوربند په موافقه کښې د اسرائیلو په نیواکګر رژيم باندې یو پوخ او روښانه سند وروتپه، وویل: د اوربند د موافقې فاینل متن چې د اسرائیلو رزیم پر نیواکګرو تحمیل شو، پیاوړی او روښانه و او د شهیدانو وینه یې د عملي کیدو لامل شوه.

د فلسطین د جهادِ اسلامي غورخڼګ عمومي منشي زیاته کړه: مونږ په سیاسي جنګ کښې ښه کړنلاره درلوده او یوه پياوړې معادله مو وروتپله.

د ویلو ده چې د اتوار په شپه د مصر په مینځګړیتوب، د فلسطین د مقاومتي ځواکونو او د صهیونیسټي رژیم ترمینځ د اوربند موافقه شوې وه.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i133020

 

captcha