ایکنا د کلتور او د اسلامی ارتباطاتو د ادارې له قوله راپور راکړ، د پاکستان په پنډئ ښار کې د ایران دکلتوري خونې مسئول فرامرز رحمان زاده،د پنډئ دهنري شورا د مدیر وقار احمد پشمول ددغه نندارتون د ترسره کونکو په مننې سره ،د خواجه محمد حسین په شتون سره د نستعلیق خط د زده کړې د نوي دورې مخ کتنې ته هم اشاره وکړه.
هغه زیاته کړه،دخوشخطۍ هنر چې داسلامی هیوادونو یو ګډ میراث دی ، د اسلامی ټولنو د ارتباطاتو د لاژورتیا او یوه پیوند ورکونکي لاره کیدلی شي.
رحمان زاده روښانه کړه ، دغه هنر او درست اصیل هنرونه ، له انحراف څخه د خوندی پاتیکیدا په شرط سره خداي ته درسیدا یوه لاره ده،ځکه خداوندمتعال دښکلاؤمظهر او پنځونکی دی.
په دغو دستورو کې په پنډئ ښار کې د پنجاب دهنري شورا مدیر وقار احمد هم پخپلې وینا کې ووئيل،په پنډئ کې دایران کلتوري خونې تل له هنري شورا سره د اسلامی ښکلاؤ او اصیل هنر ددودولو لپاره ملګرتیا کړې ده چې مننه او قدرونه ئې کوو. هغه ووئيل، ددغه ډول نندارتونونو جوړول ، د وو مسلمانو او ګاونډیو هیوادونو د اړیکو د تثبیتولو او د اسلامی او ایراني کلتور د دودولو لپاره ضروري دي او په دې لارې کې په پنډئ کې دپنجاب هنري شورا د ایران له خانه فرهنګ سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوي.
په دغه نندارتون کې د خواجه محمد حسین، عظیم اقبال او شبیر ریاض پشمول د خوشنویسانو اوهنرمندانو غوره آثار په پندۍ او اسلام اباد کې د هنر زده کونکو نندارې ته وړاندې شول.