ایکنا-نیوز: د سیمې د سیاسی او دیني چارو یو کارپوه او تکړه دینی عالم حجةالاسلام ډاکټر غیورغالب په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د ایران او سعودي عربستان ترمینځ شوي موافقه که په بشپړ ډول اجرا او جدی تعقیب شي،نو دا نه یوازې د ایران او عربستان د اړیکو د پیاوړتیا سبب کیږي، بلکې د اسلامي نړۍ د توانمینواو قدرت د پیاوړتیا سبب هم کیږي.
تکړه دیني عالم او د سیاسی چارو یو کارپوه ډاکټر غیور حسین غالب ایکنا خبری آژانس سره د ایران او عربستان د وروستۍ موافقې او دغه راز د دواړو هیوادونو دخارجه وزیرانو شوي لیدو کاتو ته په اشارې سره ووئيل، استکباري او استعماري قدرتونه نه غواړي،د اسلامی نړۍ مشران په تیره بیا د ایران او عربستان په څير ستر اسلامی هیوادونه او تیل تولیدونکي قدرتونه پخپلو کې سره یو شي،دوي هڅه کوي،تل د ایران او عربستان په څير د هیوادونو ترمینځ اختلافات لاژور او پراخ شي او دوي په خړو اوبو کې کبان ونیسي.ډاکټر غیورغالب دغه راز ووئيل، له مودو راهسې د اسلامی امت یو دا آرمان ؤ چې د ایران او عربستان په څير ستر او مهم اسلامی هیوادونه سره یوه خوله شي او د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو په ضد د استعماری لړۍ دسیسې او نقشې شنډې شي،نو اوس دا هیله په زیاتیدا ده چې د ایران او عربستان ترمینځ له موافقې نور اسلامی هیوادونه هم پخپلو کې سره راشه دیرشه ولري او خپل مینځي اختلافات په خبرواترو او ډيپلوماټیکو هڅو سره حل کړي او د اسلام د دښمنانو دسیسې اونقشې شنډې کړي.
له ډاکټر غیور حسین غالب سره دایکنا خبری آژانس شوي مفصله مرکه هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.