ایکنا د ولسمشر د ماڼۍ د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ،د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي له پنجنشبې راهسې د انډونیشیا، قزاقستان، ترکیې او ځینو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني تماسونو کې پر الاقصی جومات د صهیونیسټ رژيم دحملو او له دغه وحشي ډوله اقداماتو سره په مقابلې کې د سبیبمې دهیوادونو دهمپالنې دضرورت په باب خبرې اترې او دنظر تبادله وکړه.
ابراهیم ریسي په دغو خبرو کې په الاقصی جومات د صهونیسټي رژيم وروستي تیري او دغه راز په سورئې او لبنان ددغه رزيم وحشي ډوله حملې محکومې کړې او له دغه وحشي ډوله رژيم اقداماتو سره د مقابلې لپاره ئې د اسلامی هیوادونو د لازیاتې همپالنې غوښته وکړه.
د اسلامی ایران ولسمشر د فلسطینی ولس په تیره بیا په الاقصی جومت کې د معتکفینو په ضد ددغه صهیونسیټي رژيم جنایتونو او ددغه مقدس ځاي سپکاویو ته په اشارې سره ووئيل،اسلامی ایران له دغه وحشي صهیونیسټي رژيم له بدماشیو سره دمقابلې د لارو چارو دارزونې لپاره د اسلامی ملګرتیاموسیسې د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدا غوښتنه کوي.
هغه همداراز دسیمې د هیوادونو مځکنۍ بشپړتیا ته داحترام په ضرورت باندې په ټينګار سره له ترهه ګرۍ او بیلتون غوښتې سره دمقابلې ترټولو مهمه لاره دسیمې د هیوادونو دملی حاکمیّت ملاتړ وبالۀ.
په دغو خبرواترو کې دنوموړو اسلامی هیوادونو مشرانو هم د اسلامی ایران د وروستیو اقداماتو او هڅو په قدرونې سره په الاقصی جومات او د فلسطین دمظلوم ولس په ضد د صهیونیسټي رژيم وروستي تیري په کلکه محکوم کړل او له دغو تیریو سره دمقابلې لپاره ئې د اسلامی ملګرتیاموسیسې په چوکاټ کې داسلامی هیوادونو د همپالنې او دنظر پر یووالي ټينګار وکړ.
وحشي صهیونیسټي عسکرو د چارشنبې سهار وختي په الاقصی جومات کې پر معتکافو وحشي ډوله یرغل ک ړی او هڅه ئې کړې ،څو په الاقصی جومات کې اعتکاف کونکي مسلمانان له جماته وباسي چې په دغه جنایت کې په لسګونو فلسطینیان ټپيان او نیول شوي دي.