IQNA

د نړۍ سیاسي بدلونونه د ایران د دښمانانو د جبهې د کمزورتیا په لړ کښې دي

13:09 - April 05, 2023
د خبر لمبر: 3487139
ایکنا-(تهران)د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د نړۍ سیاسي بدلونونه ډیر چټک او په عین حال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمانانو د جبهې د کمزورتیا په لړ کښې وبلل او ویې ویل له دغه فرصت څخه د استفادې لپاره بهرنی سیاست باید خپل تحرک ، نوښت او فعالیتونه زیات کړي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله خامنه اي پرون مازیګر د ایران د نظام له مسوولانو او چارواکو سره په کتنه کښې د راتلونکي نړۍ په نوي نظم کښې د ایران ضد د جبهې د کمزورتیا د نښو په بیانولو سره وویل د امریکا په دوه کاله مخکې انتخاباتو کښې رامینځته شوي دوه قطبونه اوس هم په شدت سره شته.

هغه حضرت د امریکا د کمزوري کیدا د نښو په بیانولو سره جوته کړه امریکا د اوکراین جنګ پیل کړ خو دغه جنګ له اروپايي متحدانو سره د واشنګټن د واټن د رامینځته کیدا سبب شوی او د اوکراین د جنګ تاوان اروپايي هیوادونو ته رسیږي خو ګټه یې امریکا ترلاسه کوي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د صهیونیسټ رژیم یعني  د ایران د اسلامي جمهوریت د بل دښمن په هکله دې ته په اشارې سره چې دغه رژیم په خپل پینځه اویا کلن ژوند کښې هیڅکله د نن ورځې په شان له سختو مشکلاتو سره نه و مخامخ د صهیونیسټ رژیم د دړې وړې کیدا حالت او ګډوډۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل صهیونیسټ رژیم سیاسي لړزانتیا لري او په څلورو  کلونو کښې په اسرائیلو کښې  څلور لومړي وزیران بدل شوي دي په اسرائیلو کښې د ګوندونو ائتلافونه جوړیږي او بیا دړې وړې کیږي په ټول جعلي رژیم کښې سخت دوه قطبونه شته او  د اسرائیلو په ځینو ښارونو کښې د سلګونو زرو خلکو مظاهرې د دې ښودنه کوي او دا چې  اسرائیل وغواړي په څو توغندیو ویشتلو سره دغه کمزورتیاوي جبران کړي مکمنه نه ده.

حضرت ایت الله خامنه اي د یوې مقالې خپریدا ته په اشارې سره چې وايي ډیر زر له اسرائیلو څخه یوشمیر کسان وځي چې شمیر یې دوو میلیونو ته رسیږي د دغه رژیم د دړې وړې نږدې کیدا په هکله د صهیونیسټ رژیم پرله پسې خبرداري د صهیونیسټانو د کمزورتیا نورې نښې وبللې.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود د خپلې وینا په بلې برخې کښې د ایران د داخل لپاره د دښمانانو دسیسې ته اشاره وکړه او ویې ویل د ایران د داخل لپاره دسیسې وې او وي به چې د تیر کال بلواوې چې د ښځې د مسلې په پلمې ګرځولو او د لویدیځو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو په ملاتړ سره ترسره شوې په دغو دسیسو کښې شاملې وې.

هغه حضرت په لویدیځو هیوادونو کښې د ښځو ناامنه او خواشینونکي حالت ته په اشارې سره وویل دغه هیوادونه چې په ځینو کښې یې ښځې په خپله اعتراف کوي چې په واټونو، کیمپونو او پوځي  ځواکونه هم امنیت نلري او حتی مثلا سترمنې مسلمانې میرمنې هم چې د شکایتونو لپاره محکمې ته ورغلي دي د کسانو لخوا وژل کیږي او شهیدانې کیږي د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره چې د ښځو لپاره تر ټولو لوړ مقام ته قائل دی یوه لاره او خط کاږي.

حضرت ایت الله خامنه اي د تیر کال په پیښو کښې د ایران د ځینو کسانو د دوکې خوړلو په هکله وویل د هیواد دننه اکثره کسانو چې دوکه یې خوړلي وه د خارجي دښمن او د ایران د باندې د خائنو کسانو په پیروۍ کولو سره د ښځې د ازادۍ شعارونه ورکړل کوم چې د منطقي دلیل او د متینو خبرو پرځاې له چټي خبرو سره یوځاې وو.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې باندې ټينګار سره ډیرې کسان چې د  ستر خلاف دي د دغه کار د تحریک شاته یعني د دښمن د جاسوسۍ ادارو له پلانونو خبر نه دي وویل که چیرې دغه کسان پوه شي د ستر د مخالفت او له حجاب سره د مبارزې شاته کوم کسان او کومې ادارې ولاړې دي دغه کار نه کوي ځکه چې په دوې کښې ډير کسان د دین او د تضرع او د روژې د میاشتې او د دعا خاوندان دي.

هغه حضرت زیاته کړه دغه مسله به په پریکنده توګه حل شي هماغه ډول چې د انقلاب په لومړیو اونیو کښې حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د ححجاب او ستر مسله ضروري او په پریکنده توګه بیان کړه

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130616

captcha