IQNA

د دښمنانو ددسیسو په مقابل کې د اسلامی نړۍدعالمانو هوښیارتیا او ځيرتیا اړینه ده

14:02 - March 14, 2023
د خبر لمبر: 3487035
ایکنا-(تهران)،د یمن د انصار الله  ولسي غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثي  په یوې وینا کې د دښمنانو له دسیسو سره د مقابلې په خاطر  د اسلام نړۍد عالمانو دهوښیارتیا او ځیرتیا په ضرورت ټينګار وکړ.

ایکنا د المسیره له قوله راپور راکړ،د یمن د انصارالله ولسی غورځنګ رهبر سیدعبدالمالک بدرالدین الحوثي په یوې وینا کې ټينګار وکړ،د اسلامی نړۍعالمان باید د موجوده واقعیّتونو په نسبت پوهه ولرل شي،ځکه چې د اسلام دښمنان په ټول قدرت او هغوامکاناتوسره چې په مختلفو سیاسی،امنیتی، پوځي، اقتصادي، کلتوري زمینو کې ئې لري،د اسلام او مسلمانانو په ضد  په فعالیتونو بوخت دي.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې په اسلامی امت باندې د ګوزار لپاره یو پلان لري،ووئيل،له متحده ایالاتو او صهیونیسټي رژيم سره اړونده په ځينو هیوادونو کې  هم یو شمیر عالمان  د اسلام تحریف شوی شکل وړاندې کوي.

د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ  رهبر په دوام کې ووئيل،د مبلغانو یو اصلي  کار دا دی چې  دمهمو بدلونونو په بهیر کې هغه که د اسلام په داخل کې وي او  که هغه اقدامات وي،چې  داسلام ددښمنانو له خوا کیږی، او  د ټولنې په منفي ښکارندو متمرکز کیږی.

هغه ددې خبرې په کولوسره چې ددښمنانو د پام وړ یوه ترټولو مهمه موضوع،د اخلاقي رذالتونو د پراختیا لپاره هڅه او د اخلاقو او ارزښتونو په زمینې کې  دملت په نښه کول دي،د اسلامی نړۍ له عالمانو وغوښتل څو واقعیَتونه دې درک کړي او دې موضوع ته دې متوجه شي  د اسلام له دښمناو سره مبارزه په خپلې ترټولو لوړې سوئې کې ده .  

https://iqna.ir/fa/news/4128003/%D8

captcha