ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ، د انګلستان د کورنیو چارو وزیر سویلا براورمن په یوه ښونځي کې د پولیسو په وسیله د نفرت خورونې د یوه مورد له ثبتولو وروسته ، په دې موضوع سخته اندیښنه څرګنده کړې ده .
د خپرو شوو راپورونو په اساس څلورو زده کونکو په یوه اقدام کې چې د قرآن کریم د جلد د څو پاڼو د شلولو لامل شوی ، یوه آسماني کتاب سپکاوی اوتوهین کړی دی.
د ټایمز انګریزي ژبې ورځپاڼې په وسیله د خپرو شوو جزیاتو په اساس، دغه پیښه د لویدیځي یورکشایر ایالت په مرکز ویکفلډ ښار کې په یوه ښونځي کې شوې او پولیسو ددې موضوع د حل لپاره لاس په کار شوی دی .
ددغې خپرونې دراپور په اساس ، یو لسم صنف یو زده کونکي چې په اوټیزم ناروغۍ هم ککړ دی ،په یوه ویډیوئي لوبې کې ، خپل هم صنفی دې ته اړ کړی چې له هغه وغواړي،یو قرآن راوړي، دغه قرآڼ له دې وورسته چې د ښونځي په ګڼې ګوڼې لارې کې پر مځکه غورځي ، څو پاڼې ئې شلیږي او خوارې وارې کیږي.
ددې موضوع په غبرګون کې ځاي پولیسو دغه قرآڼ ته د اور د اچولو د آوازې په دروغ بللو سره څلور زده کونکي د یوې اونۍ لپاره له زده کړې محروم کړي دي.