IQNA

د ایران اسلامی جمهوریت له ماډرن جاهلیّت سره د مبارزې بیرغوال دی

17:20 - February 17, 2023
د خبر لمبر: 3486912
ایکنا-(تهران) د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام  حاج علی اکیری په لومړۍ خطبې کې ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی انقلاب د ظهور د مقدماتو برابرونکی حسابیږي ووئيل،په حقیقت کې د ایران اسلامی جمهوریت  له ماډرن جاهلیهت سره د مبارزې رپيدونکی بیرغ دی.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د جمعې امامانو د سیاست جوړونکي شورا مشر او د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام حاج علی اکبری تقوا ته د لمونځ ګوزارو په بللو او د پیغمبر اکرم(ص) دبعث د کلیزې د راسیدا په باب په مبارکۍ وئيلو سره ووئيل، د د رجب د میاشتې عظمت د قرآن کریم او مبعث په عظمت دی چې  له بلې هیڅ یوې میاشتې کسره د پرتلې وړ نه دی. دغه میاشت یوه زمینه ده ددې لپاره چې د شعبان میاشتې ته د رسیدو په خاطر تیار شو څو  ددغې میاشتې  له مناجاتو اخترونو او روژې څخه په نهایت کې استفاده وکړو.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې د پیغمبراعظم(ص)مبعث یوه ترټولو مهمه او لویه تاریخي پيښه ده چې انسان تجروبه کړې ده ، ووئيل، دغه ورځ دومره باعظمته ورځ ده چې د تاریخ درست لویاان او ځوانان ئې په انتظار کې وو. له دغې لوئې تاریخي پیښې  وروسته یوه بله پيښه هم په وړاندې ده چې  هغه د امام الزمان(ع) ظهور دی او دهغه بزرګوار ظهور  د اسلام د ګران پیغمبر(ص) دمبعث  د ټولو آرمانونو او هیلو پوره کیدا ده  او  نو ځکه هغه د مبعث د آرمانونو او هدفونو  بیرغوال دی .

له بل پلوه پر دغو دوو سترو پيښو سربیره،یوه بله تاریخي پيښه هم شته ده چې هغه اسلامی انقلاب دی. په حقیقت کې  اسلامی انقلاب د امام الزمان(ع)د ظهور د مقادماتو برابرونکی حسابیږي او باید ووائيلو چې د ایران اسلامی جمهوریت، له ماډرن جاهلیّت سره د مبارزې رپيدونکی بیرغ دی.

هغه ووئيل که ټاکل شوي وي انسانان په ژوند کې سره سیالی وکړيو نو هغه سیالی،دغوره اخلاقودخوریدا سیالی ده او خلک باید د ښو اخلاقي فضایلو باندې په پوښل کیدا کې سره سیالي وکړوي او د اسلام ګران پیغمبر(ص) په همدې موخې سره مبعوث شوی دی . د محمدي او اسلامی اخلاقو ځانګړنه د همدې جامع کیدا ده. هم انسان ښکلی کوي او هم ټولنه  او نو ځکه باید  فاضله مدینې ته درسیدا لپاره چې په کې اخلاق حاکم دی ټول هڅه وکړو. کله اخلاق په اقتصاد،سیاست او نړیوالو  ارتباطاتو کې رعایت کړو،نو نړۍ له لاښکلي او روښانه شي. او د کورنۍ په باب هم همدغه شان ده.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ووئيل، د نړۍ په تیره بیا د آسیا سیمې د راتلونکي په معادلاتو کې د ایران د ځائيګي د لوړتیا بحث یوه مهمه موضوع ده. باید په نظر کې ولرل شي ، نړیوال قدرت آسیا ته دمنتقلیدا په حال کې دی  و باید مشخصه شي ،د قدرت په دغې معادلې کې د  ایران ونډه څه ده. د ایران مسئولان او ولس  باید په دقت او همت سره او په جهادي کارونو سره دغه ونډه ترلاسه کړي او د چین لوی آسیائي  هیواد ته د ایران د اسلامی جمهوریت وروستی سفر  هم د همدغه لوی کار لپاره تفسیریږي.

https://iqna.ir/fa/news/4122700/%D

captcha